محمودراقي (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د کاپيسا امنيه قومانداني وايي، له طالبانو سره د لاس لرلو په شک په اله ساى ولسوالۍ کې له نيول شوو ٦٥ کسانو څخه ٥٧ يې خوشي شول.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالجليل شمال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان تېره ورځ د افغان او اېتلافي ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو پر مهال د اله ساى په شينکۍ سيمه کې نيول شوي وو.
خو دى وايي، چې د څېړنو پر مهال له نيول شوو کسانو اته يې له وسله والو مخالفينو سره په لاس لرلو تورن پېژندل شوي او پاتې نور نن خوشي شول.
د اله ساى د پراختيايي شورا مشر او د دې ولسوالۍ د شينکۍ سيمې اوسېدونکي حاجي عارف د يادو ٥٧ تنو خوشي کېدل تاييدوي، خو وايي چې پاتې اته تنه هم بې ګناه دي او له وسله والو مخالفينو سره اړيکې نه لري.
سمونوال عبدالجليل شمال وايي، چې د کاپيسا په تګاب او اله ساى ولسواليو کې د وړمې ورځې له مازديګر راهيسې د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ چاڼيز عمليات پيل شوي، چې يوه اونۍ به دوام وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP