ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: که سوله تضمين نه شي امنيتي تړون نه لاسليکوو

کرزى: که سوله تضمين نه شي امنيتي تړون نه لاسليکوو

author avatar
30 May 2013 - 15:25
کرزى: که سوله تضمين نه شي امنيتي تړون نه لاسليکوو
author avatar
30 May 2013 - 15:25

 

کابل (پژواک٩غبرګولى٩٢): افغان ولسمشر حامد کرزى وايي، تر څو چې په افغانستان کې د سولې د  ټينګښت تضمين و نه شي،  له امريکا او ناټو سره امنيتي تړون نه لاسليک کوي.

کرزي، چې نن يې د کليو د پراختيايي شوراګانو په يوه غونډه کې په کابل کې خبرې کولې، له ناټو او امريکا سره يې امنيتي تړون د افغانستان پر ګټه وباله، خو زياته يې کړه: “لومړی دې افغانستان کې سوله او امن راشي، ټول افغانستان دې سره يو وي، حکومت دې قوي وي، بيا موږ له امريکا او ناټو سره تړون لاسليکوو. له دوی سره اړيکه زموږ په ګټه ده، خو د افغانستان سوله دې لومړی تضمين شي او له ګاونډيو سره دې زموږ اړيکه او د ناټو او امريکا معامله واضح شي، چې چېرې او په څه کې ده.”

ولسمشر وويل، سره له دې چې د امنيتي تړون د ژر لاسليک کولو لپاره د رسنيو له لارې له ګڼو کورنيو فشارونو سره مخ دى، خو په دې برخه کې به بيا هم بېړه ونه کړي او په ډېر دقت او تدبير به ګام پورته کړي.

افغانستان له امريکا سره د ستراتيژيکو همکاريو تړون تېر کال لاسليک کړى او د دغه تړون له مخې ټاکل شوې چې له دغه هېواد سره امنيتي تړون هم لاسليک کړي.

کرزي په نننۍ ناسته کې له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو په اړه وويل، چې دولت به له هرې ممکنې لارې د سولې بهير ته دوام ورکړي.

نوموړي زياته کړه، ځيني نږدې او لرې بهرنيان هڅه کوي د سولې له بهيره د ځان لپاره ګټه پورته کړي.

د ده په خبره، د تېرو څلورو مياشتو په موده کې د سولې په اړه په دوه او درې اړخيزو غونډو کې د دغه بهير په اړه ورته ځيني حقيقتونه څرګند شوي دي.

هغه په دې اړه جزئيات ورنه کړل خو زياته يې کړه، چې که بهرنيان د سولې په پروسه کې د افغان دولت له غوښتنو سره سم عمل ونه کړي، نو په وينا يې “حقيقتونه” به څرګند کړي.

ولسمشر کرزي يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د خپلې خاورې د پرمختګ پر خلاف دې له جګړې لاس واخلي.

د کرزي په خبره، طالبان دې هوښيار شي او د خپلې خاورې د دفاع لپاره دې د خپلو امنيتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

هغه وويل، چې افغان طالبان دې د پاکستان د ديني علماوو په څېر هوښار شي.

د کرزي په وينا، د پاکستان د جمعيت العلماى اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پاکستان له وروستيو ټاکنو مخکې ويلي وو، چې په پاکستان کې د مسلمانانو تر څنګ عيسويان هم ژوند کوي او دواړه د پاکستان اوسېدونکي دي او بايد د خپل هېواد د ابادۍ لپاره ګډ کار وکړي.

 ولسمشر کرزي وويل، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به پر خپل وخت (د راتلونکي کال د وري مياشت) ترسره شي.

د هغه د څرګندونو له مخې، غوره ده چې د ولسمشرۍ لپاره د ملي اجماع له لارې دوه يا درې کانديدان وړاندې شي.

 د هغه په وينا، کانديد بايد ټول افغانان د دې خاورې څښتنان وبولي، پراخه سينه او زغم ولري، د مطبوعاتو ازادۍ ته درناوى ولري او د بهرنيانو تر فشار لاندې را نه شي.

د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي په دې وروستيو کې ويلي، چې ورور يې قيوم کرزى په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ نوماند دى.

د رسنيو په راپورونو کې د يو شمېر نورو کسانو نومونه هم د احتمالي کانديدانو په توګه ياد شوي، خو تر اوسه په رسمي توګه چا د کانديدېدو اعلان نه دى کړى.

ولسمشر کرزي په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل غوره کار وباله.

کرزي وويل، چې له هېواده د ځينو بهرنيو ځواکونو په وتو سره د افغان امنيتي ځواکونو مرګ ژوبله د دې پر ځاى چې کمه شي، ډېره شوې ده.

 د ولسمشر په خبره، په افغانستان کې روانه جګړه د بهرنيانو پر ضد نه بلکې د بهرنيانو د ګټو لپاره ده.

 د هغه په وينا، که داسې نه وي نو وسله وال مخالفين ولې په هغو سيمو کې بريدونه کوي، چې بهرني ځواکونه ترې وتلي دي.

 ولسمشر کرزي د ملي پيوستون پروګرام يو بريالى پروګرام وباله او ويې ويل، چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړى دى.

هغه وويل، له دې امله چې په دغه پروګرام کې عامو خلکو ونډه لرله، ښه پلې شوې ده.

د کليو د پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له لارې د دويم او درېيم درجه سړکونو، د ښوونځيو او کلينيکونو د ودانيو، استنادي دېوالونو، ټولنيزو شوراګانو ودانيو او وړو بندونو د جوړولو او د څښاک اوبو د برابرولو پروژې د دغه وزارت له بوديجې پلې کېږي.

د ملی پيوستون پروګرام په ۱۳۸۲ لمريز کال کې د افغانستان د انتقالي دولت له خوا د نړيوال بانک په ملاتړ پيل شوى دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.