Language

د پاکستان له خاورې پر نورستان بریدونو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي

جلال اباد(پژواک١١غبرګولى٩٢): د نورستان چارواکي وایي چې پر کامديش ولسوالۍ د پاکستان له خاورې راکټي بريدونه شوي دي.

د نورستان سرپرست امنيه قوماندان سمونوال غلام فاروق نورستاني د غبرګولي په ۱۰ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وړمې شپې راهيسې د نورستان د کامديش پر ګورديش سيمه لسګونه توغنديز بريدونه شوي دي چې په ترڅ يې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

نوموړى وايي چې پر کامديش ولسوالۍ له پنځوسو څخه زيات بريدونه شوي دي.

ده زياته کړه: ((مالي زيانونه يې هم اړولي دي.))

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند پژواک ته وويل چې په توغنديزو بريدونو کې لسګونه څاروي هم له منځه تللي دي او ډېر شمير کورونو ته هم زيانونه اوښتي دي.

ده زياته کړه، چې په اړه يې له مرکز سره خبرې شريکې کړي دي .

د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمان وايي چې مرکزي اداره دې نوره چوپ نه کښيني او د پاکستان د توغنديزو بريدونو په ځواب کې دې ځوابيه بريدونه وکړي او يا دې هم له هغوى وپوښتي چې نور له افغانستانه څه غواړي.

دى وايي چې نور د نورستان خلک تنګ شوي دي او نور پر ځان ظلم نه شي زغملاى او مرکزي اداره دې په دې اړه لازم تصميمونه ونيسي.

ياده دې وي چې له دې وړاندې د کونړ پر دانګام او د ننګرهار پر لعل پورې ولسوالۍ هم د پولې اخوا نه راکټي بريدونه شوي دي، چې ګڼ مالي او ځاني زيانونه يې اړولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.