هرات ښار (پژواک،١٠غبرګولى٩٢): په هرات کې يو تن تېره شپه خپله ښځه ووژله او لومړنۍ محکمې يو تن ته د مور د وژلو په تور د اعدام سزا واوروله .
د هرات د لومړنۍ محکمې رييس قاضي غلام رسول منصور، د غبرګولي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې٢٢ کلن محمد سليم تېرکال په هرات ښار کې خپله مور وژلې وه.
دده د معلوماتو له مخې، لومړنۍ محکمې تېره ورځ محمدسليم ته سزا واورله ، خو کولاى شي ، چې د استيناف غوښتنه وکړي.
خو بلخوا د هرات د ښاري څارنوالۍ مشر څارنمل ګل احمد نظري پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې تېره شپه د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې یوه تن خپله ښځه د تېشې په واسطه وژلې او مجرم له سیمې تښتیدلی دی.
ده وویل ، چې دغه پيښه دکورنې تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې ده.
نظري وايي، چې پوليسو وژل شوې ښځې د مېړه د نيولو هڅې پيل کړي دي .
په هرات کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون ریيس غلام قادر رحیمي اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل ، چې په تېرو ددو مياشتو کې په هرات کې لس ښځې د کورنيو تاو تريخواليو له امله وژل شوې دي.