لښكرګاه(پژواك۱۰غبرګولى ۹۲ ): چارواکي وايي، افغان امنيتي ځواکونو د هلمند د سنګين ولسوالۍ په ساروال کلا سيمه کې يو شمېر وسلوال طالبان کلابند کړي دي ؛ خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
شاوخوا دوې اونۍ مخکې ګڼ شمېر وسلوالو طالبانو، چې د حکومتي چارواکيو په وينا بهرني طالبان هم ورسره ملګري دي ، په سنګين ولسوالۍ کې بريدونه پيل کړل او تر اوسه هلته نښتې دوام لري.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام تېره ورځ په سنګين کې خبريالانو ته وويل ، چې اوس طالبان له دې ولسوالۍ څخه د تښتې په حال کې دي ، خو امنيتي ځواکونو يې يوشمېر د ساروال کلا په سيمه کې کلابند کړي دي.
خو ده ونه ويل، چې په دې سيمه کې څومره طالبان کلابند شوي دي .
د هغه په خبره ، وسله وال طالبان ، امنيتي ځواکونو ته ځايي اوسېدونکي او قومي مشران ورلېږي ، تر څو لاره وركړي ، چې له سيمې ووځي ، خو امنيتي ځواکونه هڅې کوي چې ژوندي يې ونيسي.
امنيه قوماندان زياته كړه ، چې وړاندې به طالبانو د دې لپاره پر امنيتي پوستو بريدونه کول ، چې سيمه تر خپل كنټرول لاندې راولي ، خو اوس د خپلو کسانو د اېستلو په موخه بريدونه کوي .
د ساروال کلا اوسېدونکي او قومي مشر حاجي شمس الله هم تاييد کړه ، چې امنيتي ځواکونو په ساروال کلا کې يو شمېر وسلوال طالبان کلابند کړي دي ، خو ده هم ونه ويل چې تر محاصره لاندې راغلو طالبانو شمېر څومره دى ..
د ده په وينا، ساروال ډېر مهمه سيمه ده او که طالبانو نيولې وى ، نو له لارې يې د دې ولايت د موسى کلا ولسوالي او ځينې نورې سيمې هم تر ګواښ لاندې راوستى شوى.
د عبدالنبي الهام د څرګندونو له مخې، اوس په سنګين کې امنيت پخواني حالت ته راګرځېدلى او دكجكې او سنګين ترمنځ لاره هم خلاصه شوې ده، خو هلته د امنيت د لا ښه ټينګښت په موخه د افغان امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات لا هم دوام لري.
د الهام په وينا، افغان امنيتي ځواكونو دسنګين په جګړه كې ثابته کړه ، چې د ايساف ځواکونو له مرستې پرته له هر دول بريدونو سره د مقاومت وړتيا لري.
په هلمند كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان سيدملوك چې له الهام سره په ګډه ناسته کې يې خبرې کولې، په سنګين کې روان عمليات بريالي وبلل.
هغه زياته يې کړه ، چې په روانو عملياتو کې تر دې دمه ۷۰ تنه د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او تردې شمېر زيات ټپيان دي.
ده افغان امنيتي ځواكونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېره ونه ښوده ، خو ويې ويل ، چې د مخالفينو په پرتله د افغان امنيتي ځواكونو مرګ ژوبله كمه ده.
وسله والو طالبانو په ساروال کلا کې د محاصرې په اړه څه نه دي ويلي، خو وياند يې قاري محمديوسف احمدي ، د سنګين د جګړي پرمهال دګڼو افغان امنيتي ځواکونو دمرګ ژوبلې خبرونه وركړي دي.