کابل ( پژواک ۱۰ غبرګولی ۹۲ ) : د کورنیو چارو وزارت وایي چې پاکستانیو ځواکونو د طالبانو د بریدونو په ملاتړ د افغانستان په بیلا بیلو سرحدي سیمونو راکټي بریدونه کړي دي.
دغه څرګندونې د کورنیو چارو وزارت په هغه خبرپاڼه کې شوې چې د غبرګولي به ۱۰مه، پژواک خبري اژانس ته رالیږل شوې ده.
خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزیر ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ د هیواد د ملي ځواکونو ستاینه کړې چې د وسلوالو مخالفینو د بریدونو چې د پاکستان د ځینو ځانګړو حلقو په همکارۍ ترسره شوي، شنډ او له منځه وړي دي.
هغه زیاته کړې : (( وسلوال مخالفین د پاکستان د مشخصو حلقو د ملاتړ سره سره نه شي کولی چې په افغانستان کې نا امنۍ رامنځته او د هیواد دملي ځواکونو سره مخامخ شي.))
د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ ویلي چې پاکستانیو ځواکونو نن د هیواد په بیلابیلو سرحدي سیمو کې د طالبانو د بریدونو په ملاتړ راکټي بریدونه کړي دي .
نوموړي ددې بریدونو دغندنې ترڅنګ دداډول بریدونو د ژر تر ژره ددرولو غوښتنه کړې ده.
هغه د ملي ځواکونو د وړتیاوو د ستاینې ترڅنګ ویلي چې دافغانستان خلک او ځواکونه به د پخوا په څیر خپلو دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې چې وسلوال مخالفین د پاکستان له ملاتړ او همکارۍ سره سره ونه شو کړای چې دافغانانو ته زیان ورسوي او د هیواد د ملي ځواکونو له کلک ځواب سره مخامخ شول.
د کورنیو چارو وزارت په دغه خبرپاڼه کې دغه راز راغلي دي چې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې ملي خواکونو د پنځو ځانمرګو برید کوونکو په ګډون ۴۵ وسلوال مخالفین وژلي دي.
سرچینې زیاته کړې چې دا عملیات په هلمند، لوګر، کندز، بلخ، میدان وردګ، کونړ، فاریاب، غزني ، ارزګان، زابل او کندهار ولایتونو کې ترسره شوي او په ترڅ کې یې ۲۰ نور ټپي شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د نورستان چارواکو ویلي چې د پاکستان له خاورې پر کامدیش ولسوالۍ راکټي بریدونه شوي چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.