Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ايساف يو ملکى او دوه پوځي کارکوونکي ووژل شول

کابل ( پژواک ١١ غبرګولى ٩٢ ) : په افغانستان کې مېشت نړيوال سوله ساتي ځواکونه ايساف وايي ، چې په بېلا بېلو پېښو کې يې يو ملکي او دوه پوځي کارکوونکي وژل شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د افغانستان په ختيځ کې ديوه مخامخ بريد پرمهال يې يو پوځي سرتېرى او يو ملکي کارکوونکى وژل شوي دي.

دغه راز دايساف په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي ، چې يو بل سرتېرى يې هم دافغانستان په ختيځ کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

ايساف ددې پېښو کره ځاى او د وژل شويو کسانو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو بايد وويل شي چې په ختيځ کې امريکايان مېشت دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ددغو کسانو له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شويو بهرنيو سرتېرو شمېره ٧١ تنو ته ورسېده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.