Language

د غزني قره باغ کې چاودنې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

 کابل (پژواک ١١ غويى ٩٢): چارواکي وايي، د غزني د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې موټرسايکل بم چاودنې يو ملکي وګړى وژلى او د يو پوليس په ګډون اوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د غبرګولي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يو موټر سايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي په خبره، په ټپيانو کې دوه مېرمنې دي او د يوې مېرمنې په ګډون د درېيو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.

د قره باغ بازار يو دوکاندار وايي، چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل د يو درملتون له مخې درول شوى و، چې چاودنه رامنځ ته شوه.

نوموړى زياتوي، چې تر چاودنې سمدستې وروسته پوليسو سيمه کلابند کړه او ټپيان يې په امبولانس کې د درملنې لپاره روغتون ته يووړل.

قره باغ ولسوالۍ که څه هم په نا امنه سيمو کې راځي، خو د بازار په منځ او د خلکو په ګوڼه ګوڼه کې د بمي چاودنې  لومړنۍ پېښه ده.