Language

جلال اباد (پژواک ١١ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست چارواکي وايي، چې لا هم په ننګرهار کې ګڼ شمېر ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

دغه څرګندونې د نوموړي رياست رييس انجنير حکيم الله شېرزاد د غبرګولي په ١١مه د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

 هغه زياته کړه، چې اوس هم د ننګرهار په ګڼو ځايونو کې ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

 د ده په خبره، چې په تورخم کې سلګونه ماشومان شاقه کارونه ترسره کوي او همداراز د سره رود د خښتو په بټيو کې هم ګڼ شمېر ماشومان کار کوي.

 دى زياتوي: ((موږ په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې کړې، خو لا هم ماشومان شته چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))

 شېرزاد وايي، تر اوسه يې په ننګرهار کې د يو شمېر مرستندويه موسسو په همکارۍ لس روزنتونونه جوړ کړي چې شاوخوا ٢٥٠٠ ماشومان په کې تر روزنې لاندې دي.

 نوموړى وايي: ((١٨ بابه وړکتونونه هم موجود دي، چې سلګونه ماشومان په کې شته.))

 د شېرزاد په خبره، شاوخوا ١٨٠٠ هغو ماشومانو ته د مياشتې يوه اندازه پيسې هم ورکول کېږي چې اقتصادي حالت يې خراب وي، دغه راز په تورخم او سره رود ولسوالۍ کې هغو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړې چې درانه کارونه کوي.

 دى وايي، چې دغه چارې لا هم د ماشومانو لپاره بسنه نه کوي او اوس هم ګڼ شمېر ماشومان شته چې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د زده کړو له نعمته بې برخې دي.

 د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک ته وويل، که څه هم د کار او ټولنيزو چارو رياست په دې برخه کې ډېره هڅه کړې، خو دا هڅې لا هم کمې دي او په کار ده چې د ماشومانو لپاره له دې نور هم زيات کار وشي.

د افغانستان د کارګرو د سراسري اتحاديې مشر ډاکټر لياقت عادل هم وايي، چې د ننګرهار ت رڅنګ په ټول هېواد کې ماشومان له سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، چې د زده کړو پر ځاى ماشومان په جبر او يا هم د مجبورۍ له امله درانه کارونه کوي.

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د کار په اړه پر نړيوالو کنوانسيونونو چې دوى لاسليک کړي دي، عمل وکړي.