Language

په جلال اباد کې يو پاکستانى عيسوي پر اسلام مشرف شو

جلال اباد (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار په جلال اباد ښار کې يو عيسوى، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د مزدورۍ لپاره راغلى و، د اسلام پر دين مشرف شو.

د نوموړي پخوانى نوم اکاش و او اوس پرې د محمدعثمان نوم اېښودل شوى دى.

نوموړي د غبرګولي په ١١مه د يو شمېر ديني عالمانو په شتون کې د جلال اباد په سپين جومات کې د کليمه طيبه په ويلو سره اسلام قبول کړ.

اکاش وايي، چې د پاکستان له فيصل اباد ښار څخه د مزدورۍ لپاره راغلى و، خو چې دلته يې د مسلمانانو اخلاق او د دوى ناسته ولاړه وليدله، نو له اسلام سره يې مينه پيدا شوه.

هغه زياتوي: ((زه چې له چا سره وم، هغه راته وخت پر وخت د اسلام تبليغ کاوه او ما ته يې هم خوند راکاوه، نو اخر مسلمان شوم.))

د نوموړي په ينا، اسلام د سولې او امن دين دى، نو ځکه يې اسلام قبول کړ. د ده په خبره، چې د اسلام له قبلولو وروسته يې زړه ته سکون پيدا شوى او ډېر د خوښۍ احساس کوي.

محمد عثمان مېرمن او دوه ماشومان هم لري.

نوموړي زياته کړه، کله چې خپل کلي ته ولاړ شي نو خپل نور خپلوان او د کورنۍ غړي به هم د اسلام دين ته راوبولي.

د سپين جومات ملا امام قاري مرزا پژواک اژانس ته وويل، ياد کس په ننګرهار کې مزدوري کوله، په همدې ترڅ کې د ځينو کسانو له خوا ورته د اسلام تبليغ کېده، چې بالاخره نن يې د کليمې په ويلو سره د اسلام دين ومانه.

نوموړى وايي، چې له دې وړاندې هم په دغه جومات کې څلور تنه نور د اسلام په مبارک دين مشرف شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.