لښكرګاه (پژواك ١٢ غبرګولى ۹٢): د هلمند امنيه قوماندانۍ مسوولين وايي، د جرمونو د مخنيوي په موخه يې د پوليسو ۱۱۹ ځانګړې ټيلېفوني شمېره نن په دغه ولايت کې فعاله كړه.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام رباني بهاوي د غبرګولي په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، د ١٩٩ شمېرې له فعالېدو سره به د ډېرو ناوړو پېښو مخه ونيول شي.
د كورنيو چارو وزارت د ۱۱۹ شمېرې عمومي رييس همايون عيني، چې په همدې موخه هلمند ته تللى و وايي، د يادې شمېرې پر مټ توانېدلي، چې د زرګونو پېښو مخه ونيسي.
نوموړى زياتوي، مخکې له دې يواځې په كابل كې دغه شمېره فعاله وه، خو اوس په هلمندكې هم فعاله شوه، څو عام خلك د جرمونو په مخنيوي کې له پوليسو سره مخامخ اړيکه ونيسي.
د ده په خبره، زياتې اړيكې له هلمند ولايت څخه نيول شوي، چې ورسره د زرګونو جرمونو او تروريستي پېښو مخه نيول شوې ده.
د عيني په وينا، چې له دې شمېرې سره پر يو وخت اته اړيکې نيول كېداى شي.
هغه زياتوي، هر څوك چې دوى ته خبر وركوي هويت يې پټ ساتل كېږي، څو ستونزې ورته پيدا نه شي.
ځايي اوسېدونكې او دولتي چارواكي وايي، دا شمېره به نه يواځې د دولت د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو په مخنيوي كې اغېزمنه تمامه شي، بلكې د پوليسو په ليكو كې به هم د پام وړ ښه والى راشي.
د هلمند د استيناف څارنوال عبدالصمد صديقي وايي، دا شمېره به خلكو ته زمينه برابره كړي، چې په اسانۍ د پېښو په مخنيوي کې له پوليسو سره مرسته وکړي.
صديقي پژواک اژانس ته وويل، د ۱۱۹ شمېرې له لارې د پوليسو په ليكو كې هم اصلاحات رامنځته كېږي، د فساد او رشوت مخه نيول كېږي او پر پوليسو د خلکو باور زياتيږي.
قومي مشر عبدالصمد خان وايي، دوى هيله من دي، چې په دې برخه كې نورې اسانتياوې رامنځته شي او د يادې شمېرې مسوولين هم وتوانيږي، چې د خلكو ستونزو ته ورسېږي.