Language

کابل (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا وايي، ولسونه چمتو دي چې د راتلونکو ټاکنو د امنيت ساتلو په برخه کې له امنيتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.

د دې شورا مشر غازي نواز تڼي نن په کابل کې د دې شورا غونډې ته په خبرو کې ټولټاکنې يوه ملي پروسه وبلله او ويې ويل، قومي مشران چمتو دي چې د راتلونکو ټاکنو د روڼتيا لپاره له دولت سره هر راز مرسته وکړي.

ده زياته کړه: “موږ هم دې ته اماده يو د خپلو ولسونو د خپلو قومونو په مټ باندې، چې د انتخاباتو لپاره امادګي ولرو، خلکو ته عامه پوهاوى ورکړو، په کليو کې هم موږ شرايط اماده کړو، د امنيتي تدابيرو لپاره همکاري وکړو، ځکه چې انتخابات يوه ملي پروسه ده… ملت هم مسووليت لري، خو ډېر مکلفيت د حکومت دى.”

تڼي حکومت ته خبردارى ورکړ، که د ١٣٩٣ کال ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې په شفاف ډول ترسره نه شي، نو د هېواد حالت به نور هم کړکېچن شي.

هغه تېرې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې له درغلۍ ډکې وبللې او پر ولسمشر حامد کرزي يې غږ وکړ، چې د راتلونکي کال د رڼو ټاکنو لپاره پراخې هڅې وکړي.

ده له ولسمشر کرزي وغوښتل، تر څو د ټاکنو په کمېسيون کې بنسټيز بدلونونه راولي او د دغه کمېسيون مشر فضل احمد معنوي، چې د دندې نېټه يې په تېرې وري مياشت کې پوره شوې، له دندې ګوښه کړي.

د ده په خبره، پر ټاکنو د خلکو بې باوري او امنيتي ستونزې هغه څه دي چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي په اړه يې د خلکو ترمنځ شکونه راپورته کړي دي.

تڼى وايي، د دې لپاره چې خلک د ټاکنو پر روڼوالي باوري شي، دولت دې بې پرې کسان په دغه کمېسيون کې پر دندو وګوماري او نړيواله ټولنه دې هم د ټاکنو د امنيت په خونديتوب کې له افغان دولت سره مرسته وکړي.

ده وويل، چې په ټاکنو کې ټګي برګي به افغانستان خامخا د کړکېچ پر لور بوځي.

هغه پر خلکو هم غږ وکړ، چې له هر ډول ژبني، سمتي او قومي تړاو پرته دې وړ او مناسبو کسانو ته رايه ورکړي.

د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا مشر همداراز د ٢٠١٤ کال په اړه د خلکو ترمنځ هغه اندېښنې بې ځايه وبللې، چې ګواکې د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به د هېواد امنيتي وضعيت خراب شي.

ده وويل، چې هر افغان د خپلې خاورې د ساتنې او دفاع لپاره چمتو دى.

ده زياته کړه: “دا ملت دا خاوره تنها د پوليس نه ده، تنها د ملي اردو نه ده، دا تنها د رييس جمهور د وکيل د وزير نه ده، د ټولو افغانانو ګډ کور دى، د دې وطن ساتنه په ټولو افغانانو باندې ضروري او واجب ده، چې له خپل وطن نه دفاع وکړي.”

د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا مشر پر طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو هم د سولې غږ وکړ او له دولت څخه يې وغوښتل، چې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره پر ولس تکيه وکړي.

د ده په خبره، دولت نه شي کولى هغو کسانو ته چې پر سوله باور نه لري، د عصري موټرو او ډالري معاشونو په ورکولو سره د سولې بهير بريالى کړي. “د سولې لپاره د حکومت، د سولې د شورا او نړيوالې ټولنې ترمنځ همغږي اړينه ده.”

تڼي زياته کړه: “موږ پر حکومت، نړيوالې ټولنې، طالبانو او د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ کوو، چې له جنګ نه تېر شئ، د سولې لاره خپله کړئ، افغانان مه وژنئ، هر څوک چې افغانان وژني، هغه د خداى دښمن دى، د دې وطن دښمن دى.”

 د افغانستان د قومونو د پيوستون شورا مشر همداراز اداري فساد په هېواد کې د روانو ستونزو بنسټيز لامل وباله او له ولسمشره يې وغوښتل، چې فاسد چارواکي له دندو ګوښه کړي.

د تڼي په خبره، په تېرو لسو کلونو کې د نړيوالې ټولنې د ميلياردونو ډالرو ډېره برخه د ګوتو په شمار کسانو شخصي جېبونو ته لوېدلې، چې لسګونه لوړپوړيزې ودانۍ او ښارګوټي پرې جوړ شوي دي.

ده وويل، که ولسونه پر دې باوري شول چې په افغانستان کې د عدالت تامين ناشونى دى، نو دوى به په خپله راپاڅېږي او د مصر د خلکو په څېر به مبارزه وکړي.

د افغانستان د قومونو د پيوستون د شورا په نننۍ غونډه کې د هېواد د ٣٤ ولايتونو د بېلابېلو قومونو سلګونو مشرانو ګډون کړى وو.

دغو مشرانو هم په افغانستان کې د ستونزې د هواري لپاره پر ملي يووالي ټينګار وکړ.

له غور ولايت څخه قومي مشر مولوي غلام محمد جويا وويل، ترڅو چې فاسد او دروغجن چارواکي په نظام کې وي، سوله نه راځي.

ده وويل، چې په کابل، پاريس او لندن کې د سولې د راتګ په تړاو غونډې جوړې شوې، د سولې عالي شورا جوړه شوه خو د سولې بهير بريالى نه شو.

د غونډې بل ګډونوال صوفي حبيب په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره ولسي سراسري پاڅون اړين وباله.

ده وويل، چې د سولې د راتګ يواځېنۍ لاره دا ده چې ملت د دولت د فاسدو چارواکو او هغه چا پر وړاندې پورته شي چې د افغانانو په وژنه لګيا دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.