Language

يو مشهور طالب قوماندان ايران ته د اوښتو پر مهال ونيول شو

هرات (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، چې يو مشهور طالب قوماندان يې ايران ته د اوښتو پر مهال په سرحد کې نيولى دى.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د غبرګولي په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې مشهور طالب قوماندان فقير محمد ايران ته د تلو پر مهال په نيمروز کې پر پوله نيول شوى دى.

هغه زياتوي، ياد طالب قوماندان له تېرو پنځو کلونو راهيسې د هرات، فراه او نيمروز په ناامنيو کې لاس درلود.

د ده په خبره، نوموړي  قوماندان د هرات په پښتون زرغون او ګذرې ولسواليو کې وسله واله ډله لرله او په فراه کې د ناامنۍ په څو پېښو کې په لاس لرلو تورن دى.

احمدي زياتوي، له فقيرمحمد څخه يې پوښتنې پيل کړي، څو معلومه کړي، چې نوموړى د کوم هدف لپاره په ناقانونه توګه ايران ته اوښت.

ايران ته د فقيرمحمد د اوښتو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو دوه استازي له ايراني چارواکو سره په ياد هېواد کې په خبرو بوخت دي.

Related Topics