Language

اسعداباد (پژواک، ١٢ غبرګولى ٩٢): د کونړ چارواکي وايي، چې پاکستانيو پوځيانو د خاص کونړ ولسوالۍ يوه ځنګل ته اور  اچولى او ډېره برخه يې سوځېدلې ده.

د خاص کونړ ولسوال محمدرحمان دانش د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون  مازيګر راهيسې پاکستاني پوځيانو د خاص کونړ په سرحدي مايه او سرکۍ سيمو کې اوربلوونکي مواد شيندلي، چې له امله يې ځنګله اور اخيستى دى.

ده له زياتو معلوماتو ورکولو پرته زياته کړه، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې تراوسه پورې د ځنګل ډېره برخه سوځېدلې ده.

د هغه په خبره، پاکستاني پوځيانو دغه کار په دې موخه کړى، چې د ځنګل ساحه خالي کړي او پوستې په کې ځاى په ځاى کړي.

ده دغه راز وويل، چې اوسمهال هم پاکستانيو عسکرو په صفري نقطه کې ٦ پوستې ځاى په ځاى کړې دي.

ولسوال وايي، چې په دې ځنګله کې د نښترو او څېړيو ونې دې او د اور کابو کول يې د دوى په وس کې نه ده.

نوموړي له مرکزي حکومته وغوښتل، چې په دې اړه له پاکستانيو چارواکو سره خبرې وکړي او د دې کار مخنيوى يې وکړي.