Language

د ماين چاودنې د يوې کورنۍ اوه غړي ووژل

جلال اباد(پژواک١٣غبرګولى٩٢): چارواکي وايي، چې د لغمان په حکيم اباد خوړ سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې د يوې کورنۍ اوه غړي ووژل .

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اوه بجې د لغمان مرکز اړوند د حکيم اباد خوړ ته نږدې د ملکي خلکو پر يوه سوزکي موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

د ده په وينا،چې د يوې کورنۍ اوه غړي، چې څلور يې مېرمنې،دوه ماشومان او يو موټر چلوونکى دى ، ځاى پر ځاى وژل شوي دي.

د ځواک په خبره، چې ياد ماين د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.

دى وايي: ((دا خلک د سوخت بوټو د ټولولو لپاره تللي وو، چې د راستنيدو پر مهال پرې ماين وچاودېد.))

د والي وياند زياتوي، چې د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي هم د يادې پېښې په رامنځته کېدو خواشيني څرګنده کړې او دا يې د وسله والو مخالفينو ناځوانمردانه عمل بللى دى.

همداراز ځواک زياتوي، چې نن سهار د افغان ملي اردو،ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له لوري د لغمان په حکيم اباد،نوري او ګل ارام  سيمو کې چاڼيز عمليات پيل شوي، چې لا هم دوام لري.

Related Topics