هرات (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٢): په ولسي جرګه کې د هرات استازې شهناز همتي او دوو ماشومانو يې د يوې ترافيکي پېښې له امله په ايران کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي خليل الله شهيدزاده پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ياده پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه، چې همتي د ايران له کرچ ښار څخه تهران ته پر لاره وه.
هغه وايي، چې د دې پېښې د نورو جزئياتو په اړه نور معلومات نه لري، خو زياتوي، چې په پېښه کې همتي سره له خپلو دوو ماشومانو مړه او خاوند يې سخت ټپي شوى دى.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي د شهناز همتي مړينه د افغانستان د خلکو او ملي شورا لپاره يوه ستره ضايعه وبلله.
هغه زياته کړه: ((همتي يوه عالمه، روښان فکره په روانه او تېره دوره کې د جرګې له فعالو غړو څخه وه.))
ابراهيمي وويل، چې د همتي مړى لا تر اوسه افغانستان ته نه دى راوړل شوى او د رالېږد لپاره به يې لازم تدابير ونيول شي.
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د همتي مړينه د خلکو او ملي شورا لپاره لويه ضايعه ده.
هغه زياته کړه، چې د همتي پر مړينه سخت خواشينى دى، د هغې کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د همتې د مړيني له امله د ډاډ ګېرنې مراتب وړاندې کوي.
د هرات د والي وياند محي الدين نوري هم د همتي مړينه تاييد کړه خو په دې اړه يې نور معلومات نه درلودل.
شهناز همتي د ولسي جرګې په دواړو دورو کې د هرات د خلکو استازې وه.
نوموړې د وکالت تر دورې مخکې د هرات په صادقيه ديني مدرسه کې د ښوونکې دنده لرله.