Language

هرات (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٢): د هرات فرهنګيان حکومت د افغانستان د معاصر تاريخ په ځانګړي ډول د سدوزيو د واکمنۍ دورې د نومياليو مقبرو ته په نه پاملرنې تورنوي، خو چارواکي وايي، چې دوى د دې ستونزې هواري په اړه اقدمات پيل کړي دي.

د اولسمې پېړۍ په اوږدو کې د احمدشاه بابا تر مړينې وروسته هرات د افغان حکومت يو له مهمو سياسي، اقتصادي او کولتوري مرکزونو و، له همدې امله په کې د ځينو مهمو شخصيتونو مقبرې شته.

د دغو کسانو له ډلې د امير دوست محمدخان، شاه کامران او د هرات د وخت د پاچا يارمحمد خان الکوزي قبرونه يادولى شو.

د هرات د سپينې ادې د ادبي ټولنې يوه مسوول ګل احمد اريانا نظري پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د احمدشابابا د دراني واکمنۍ له شهزاده ګانو يو هم د يارمحمد الکوزي قبر دى، چې اوس نږدې په مخروبه تبديل شوى دى.))

ده له دولته وغوښتل، چې د ياد نوميالي قبر جوړ کړي، څو په دغه ډول خپلو راتلونکو نسلونو ته د معاصر تاريخ د نومياليو تاريخ او وروستۍ نښې پاتې شي.

د تاريخي څېړنو پر بنسټ، يار محمدخان الکوزي په ۱۸۳۰ زېږديز کال کې د شاه محمود تر مړينې وروسته د کورني کړکېج ترڅنګ د درېيو بهرنيو جبهو (انګرېز، د وخت د روسي تزاري او ايراني قاجار) د يرغلونو پر وړاندې په دفاع کې درېدلى او هېواد يې ساتلى دى.

يارمحمدخان ۱۸۲۹ زېږديز کال د شاه کامران د حکومت پر مهال د ماليې وزير و او په افغانستان کې د انګرېز له پوځي لاسوهنې سره يې د هرات د ژغورنې په نيت د خپلواک دولت اعلان وکړ. نوموړى په ۱۸۵۱ زېږديز کال په طبيعي مرګ ومړ او د هرات ښار په شمال څنډه کې ګمرک ته نږدې خاورو ته سپارل شوى دى.

اوسمهال د نوموړي په قبر له ماتو ډبرليکونو پرته نور څه نه ليدل کېږي.

ورځپاڼه ليکونکي عتيق الله مطمين بيا پژواک اژانس ته وويل، چې د يارمحمدخان د قبر په څېر د هرات په ښار او ولسواليو په ځانګړي ډول ګذرې او غوريانو ولسواليو کې لسګونه نور د ورته نومياليو قبرونه شته، چې اوس يې اثار د له منځه تللو په حال کې دي.

ده دغو تاريخي او د وياړ ځايونو ته نه پاملرنه قصدي وبلله او زياته يې کړه: “يوه ډله ده چې د پرديو په لمسون ډبرليکونه يې غلا او يا هم ماتوي، څو په دغه ډول هغه نښې له منځه يوسي، چې ګاونډي هېواد ايران له دغو اتلانو ماتې خوړلې وه.”

د هرات د والي وياند محى الدين نوري د دغه ولايت د فرهنګيانو اندېښنې پر ځاى بولي، خو وايي چې دوى لا د مخه د يادو قبرونو د جوړولو کار پيل کړى دى.

هغه زياته کړه: “تېر کال والي پر خپل شخصي او د سوداګرو په لګښت په ګذرې ولسوالۍ کې د شاه کامران سدوزي د قبر ګونبده جوړه کړه؛ نورو سيمو کې مو هم د نورو تاريخي ابدو د جوړولو او بيارغونې پلانونه تر لاس لاندې نيولي، چې يو هم د يارمحمد خان الکوزي مقبره ده.”

د هرات د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاريخي ابدو مشر ايام الدين اجمل پژواک اژانس ته وويل، چې په ټول هرات کې څلورنيم سوه تاريخي ابدې موجودې دي، خو په وينا يې، ۷۰ سلنه يې د ورانېدو له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وينا، له دې موضوع يې مرکزي اداره خبره کړې او که بوديجه ورکړي، د بيارغونې لپاره يې دوى په هرات کې فني کارکوونکي لري او په اصلي بڼه به يې ورغوي.

Related Topics