Language

جلال اباد (پژواک، ١٣ غبرګولى ٩٢): په ننګرهار كې د افغانستان بانك شاوخوا ۶۴۳ ميليونه افغاني بانك نوټونه وسوځول شول.

 په ننګرهار کې د افغانستان بانک مشر محمد عيسى تراب د غبرګولي په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغو بانكنوټو له سوځېدو وړاندې يې د دې پرځاى همدا ډول نوي بانك نوټونه چاپ كړي دي، چې ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.

 ده زياته کړه: ((د زړو بانک نوټونو سوځېدل د افغانيو د ارزښت په لوړوالي کې مرسته کوي.))

 د هغه په وينا، دغه ۶۴۳ميليونه پنځه سوه او شل زره افغاني بانك نوټونه تر ١٣٨١ کال وروسته چاپ شوي وو، چې د استهلاک د پنځه کلنې مودې په تېرېدو سره يې نوره د چلښت موده پاى ته رسېدلې وه، نو ځکه يې دغه بانک نوټونه وسوځول.

  تراب پر هېوادوالو يو ځل بيا غږ وکړ، وروسته له دې دې ټول افغانان راکړه ورکړه پر افغانيو وکړي، تر څو خپل ملي هويت ثابت کړي.

 نوموړى وايي، په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د ورته استهلاک شويو افغاني بانک نوټونو سوځول پيل شوي، چې تردې مهاله په ټول هېواد کې دا ډول په ميلياردونو له كاره لوېدلې افغانۍ سوځول شوې دي.

 په ننګرهار کې دغه له كاره لويدلې افغانۍ په داسې حال كې سوځول کېږي، چې د يوولسو کلونو په تېرېدو سره لا هم په دغه ولايت کې خلک پر پاکستانيو کلدارو راکړه ورکړه کوي.

 

 

 

 

Related Topics