کابل ( پژواک ۱۴ غبرګولی ۹۲ ) د کرکټ اسیایي شورا او د افغانستان کرکټ بورډ په زیار ۲۵ کسانو ته د کرکټ په بیلا بیلو برخو کې روزنه ورکړل شوه
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د غبرګولي په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ددې روزنیز کورس ۲۵ تنو ګډونوالو ته د کرکټ اسیایي شورا د پرمختیایي چارو مسؤل اقبال سکندر له لوري د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې په دریو ورځو کې رونه ورکړل شوه.
هغه زیاته کړه چې ګډونوالو ته د کرکټ د لومړۍ درجې کوچنګ په بیلا بیلو برخو کې روزنه ورکړل شوې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد وایي : “زه د افغانستان کرکټ د خورا پرمختګونو په لور تلونکی ګورم. نن موږ یوه داسې پړاو ته رسیدلي یو چیرته چې د کرکټ اوږد تاریخ درلودونکي هیوادونه هم نه دي رسیدلي.))
نوموړي له ګډونوالو غوښتل ، هغه معلومات یې چې په دې کورس کې ترلاسه کړي، له هغې ښه ګټه پورته کړي او نورو کسانو سره دا معلومات شریک کړي، څو په هیواد کې کدرونه زیات شي.
د کورس روزونکي او د کرکټ آسیایي شورا پرمختیایي چارو مسؤل اقبال سکندر د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانانو استعدادونه وستایل.
هغه زیاته کړه : (( موږ له کلونو راهیسې په افغانستان کې د پراخه پرمختګ شاهد یو او وینو چې افغانان د لوبې په هر ډګر کې له ځانه ځانګړې وړتیاوې ښیي. هیله من یم دغه روزنیز کورس د پرمختګونو بهیر ته نوي رنګونه ورکړي.))
فرید هوتک دغه راز وایي چې د دوهمې او دریمې کچې روزونکو لپاره د ویډیو تحلیلګرۍ درې ورځینی کورس هم په بریالیتوب سره پای ته ورسیدو چې د کرکټ اسیایي شورا تکړه ویډیو انالیسټ محمد عاصم له لوري پرمخ وړل کیده.
د هغه په وینا، په دغه کورس کې د هیواد په کچه ټول د دریمې او دوهمې کچې روزونکو ونډه درلوده چې خپلې ټولې روزنیزې وړتیاوې یې د ویډیویي تحلیل له مخې لوړې کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP