Language

مزارشريف (پژواک، ١٤ غبرګولى ۹۲): د ماليې وزير وايي، د هېواد په بندرونو کې له ايران څخه قاچاق ډېر شوی او د ناټو قرارداديان په قاچاق کې ژور لاس لري.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د غبرګولي په ١٤مه، د حيرتان بندر د ښارګوټي د سوداګريزو چارو د ټکنيتوب د له منځه وړلو په موخه د ماليې وزير عمر زاخېلوال، د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي او د بلخ والي د دغه بندر له سوداګرو سره ګډه غونډه وکړه.

دغه غونډه له ماسپښين وروسته پيل او تر مازيګر تېر اوږده شوه.

د بلخ والي عطامحمد نور په ياده غونډه کې د رسنيو پر وړاندې وويل، له تېرو دوو کلونو راهيسې په حيرتان بندر کې ستونزې پيدا شوي، چې له امله يې سوداګر ساړه شوي او که حالات همداسې روان وي، نو ښايي له دغه بندره وتښتي.

نوموړي د ستونزو د لامل په اړه وويل، چې په بلخ ولايت کې د مرکزي دولت ټولې قانوني سپارښتنې په پوره توګه پلې کېږي؛ خو په نورو ښارونو او بندرونو کې په سمه توګه نه پلې کېږي، چې توپير رامنځ ته کېږي.

د هغه په وينا، په حيرتان بندر کې د قانون له مخې محصول اخيستل کېږي، د موټرو تناژ د قانون له مخې کېږي؛ خو د هېواد په ځينو نورو بندرونو کې بيا په دغو چارو کې له قانونه تېښته کېږي.

والي د موټرو د تناژ په برخه کې د بېلګې په توګه وويل: ((په بلخ کې يو موټر چې مرکز امر کوي چې بايد ۱۷ ټنه بار شي، نو همداسې کېږي؛ خو په نورو ولايتونو کې تر ۳۶ټنه بارېږي، چې دواړه په يوه بيه لېږدول کېږي.))

نوموړي همداراز د هېواد په ځينو بندرونو کې د بې کيفيته نفتي موادو د واردولو او د قاچاق يادونه وکړه، چې په حيرتان بندر کې څوک د دغه ډول چارو تر سره کولو جرئت نه شي کولی.

والي وويل: ((موږ پوهېږو چې قانون يو دی، خو په ټول هېواد کې يو شان نه پلی کېږي، چې له امله يې د حيرتان بندر سوداګر په سمه توګه سوداګريزه سيالي نه شي کولی؛ همدا ده، چې د بندر په سوداګريزو چارو يې منفي اغېز کړی دی.))

د ماليې وزير عمر زاخېلوال په هېواد کې د قاچاق مسئله تاييد کړه؛ خو دا يې ونه منله، چې د حيرتان بندر سوداګريزې چارې د قانون د پلي کېدو له امله ټکنۍ شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د تېر کال په پرتله د حيرتان بندر سوداګريزې چارې ۲۵ سلنه کمې شوې دي.

د هغه په وينا، د حيرتان بندر د سوداګريزو چارو د کمرنګه کېدو لامل يواځې کمرګي قانون نه دی، چې ګواکې په حيرتان بندر کې پلى کېږي او په نورو ښارونو او بندرونو کې په سمه توګه نه پلى کېږي.

زاخېلوال وويل: ((د کندوز د شېرخان بندر چټکتيا او د فارياب د اقينې بندر ارتقا هم د حيرتان بندر په سوداګريزو چارو باندې منفي اغېز کوي، ځکه چې درې واړه د شمال زون بندرونه دي.))

نوموړي زياته کړه، چې د بندري سوداګريزو چارو کمښت يواځې په حيرتان بندر کې نه، بلکې په تورخم، اسلام قلعه، نيمروز او نورو بندرونو کې هم کم شوی دی.

د هغه په وينا، سوداګر دې ورسره مرسته وکړي، که چېرې د ګمرک کوم کارکوونکی ورته څوک له اسنادو سره د قانون په نه پلي کولو کې معرفي کړي، نو په هماغه ورځ به يې له دندې ګوښه کړي.

خو د ماليې وزير د قاچاق په برخه کې وويل، چې د هېواد په ډېرو بندرونو کې د قاچاق ستونزه په پوره توګه  شته.

نوموړي زياته کړه: ((نه پوهېږم، دا به د ايران پاليسي وي او که نه؛ خو له ايران څخه افغانستان ته قاچاق ډېر شوي دي. قاچاق په فراه ولايت کې ډېر شوی دی، په ځانګړې توګه هغه نفتي مواد، چې کيفيت يې هم ټيټ دی، له ايران څخه قاچاق کېږي.))

د هغه په وينا، په هېواد کې د قاچاق کړۍ له کندهاره تر فراه، له نيمروزه، تر کابله، له تورخمه، ان د باګرام تر هوايي ډګره رسېږي.

زاخېلوال وويل، دوی په دې هڅو کې دي، چې د ټيټ کيفيت موادو واردوونکي سوداګر بايد ونيول شي او جواز يې ترې واخيستل شي.

نوموړي همداراز وويل، چې د ناټو قرارداديان په قاچاق کې سل سلنه لاس لري.

هغه وويل: ((همدا قرارداديان تېل د ايساف په نامه راوړل شوي تېل بازار ته باسي، تر دې چې اوبه راباسي، تاسو د بش بازار ته لاړ شئ، ټول همداسې مواد دي.))

د ماليې وزير د محصول د لوړېدو په برخه کې وويل، چې په ټول نړۍ کې په افغانستان کې د نفتي موادو محصول ټيټ دی.

نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې هم ماليه واخلي او هم  سوداګر پرمختګ وکړي.

د سوداګرۍ او صنايعو چارو وزير انور الحق احدي هم په هېواد کې د ژور قاچاق پخلی وکړ.

نوموړي زياته کړه: ((د قاچاقو ډېرښت به د دولتي مامورينو د چارو ټکنيتوب وي؛ خو مهمه مسئله دا ده، چې بې کيفيته موادو د کتنې په موخه بايد موږ د لابراتوارونو په برخه کې پانګه اچونه وکړو، چې دې تشې هم ستونزې جوړې کړې دي.))