هرات (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٢): د هرات د کرخ او انجيل ولسواليو لسګونو خلکو د دغه ولايت د ولايتي شورا مخې ته د يوه وژل شوي سوداګر د وژنې په غبرګون کې، چې د سوداګر سر پرې شوى مړى يې هم راوړى و، احتجاج وکړ.
دوى له چارواکو غوښتنه کوله، چې د هرات د خلکو او په ځانګړې توګه د سوداګرو امنيت دې خوندي کړي او مجرمينو ته دې سزا ورکړي.
د کرخ اوسېدونکى حاجي اسلام وايي، وژل شوى ياد سوداګر، چې د څارويو سوداګري يې کوله، پرون په همدې ولسوالۍ کې نادرکه شو او سهار يې مړى د انجيل په شيدادي سيمه کې وموندل شو.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که څه هم په دې سيمه کې امنيتي پوستې شته، خو امنيتي ځواکونه خلکو ته په امنيت راوستلو کې پاتې راغلي دي.
د هرات د ولايتي شوار رييس سيد وحيد قتالي هم د هرات نا امني د اندېښنې وړ وښوده او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونه دې د ولس ساتنې ته پاملرنه وکړي.
نوموړي پژواک ته وويل، چې په هرات کې پراخېدونکي ناامني د اندېښنې وړه ده او که يې مخه ونه نيول شي په دې اړه به د خلکو اندېښنې نورې هم زياتې شي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي وايي، چې پوليسو په سيمه کې عمليات پيل کړي تر څو د سوداګر وژونکي پيدا کړي.
د ده په خبره، د وژل شوي سوداګر مړي ته نږدې ساحه کې پوليسو يوه چاړه او موبايل ټيلېفون هم موندلي، چې په اړه يې پلټنه روانه ده.
د يو بل خبر له مخې، تېر ماښام د هرات په غوريان ولسوالۍ کې د ناپېژانده وسلوالو په بريد کې يو تن وژل شوى او بل ټپي دى.
د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي وايي، چې موټرسايکل سپرو دوه وروڼه په نښه کړل، يو يې ځاى پر ځاى وژل شوى او بل ټپي دى.
د احمدي په وينا، دغه کسان د سيمې مخور خلک وو او له دولت سره يې نږدې اړيکې لرلې او ښايي د دولت وسله والو مخالفينو پرې بريد کړى وي.
په دې وروستيو کې د هرات مرکز او ولسواليو کې ورته پېښې زياتې شوې او له امله يې په خلکو کې وېره او اندېښنه زياته شوې ده.