لښكرګاه (پژواك ۱۴ غبرګولى ۹۲): د كورنيو چارو وزير وايي، د هلمند د سنګين ولسوالۍ د جګړې پلان په پاكستان كې جوړ شوى دى.
د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ دغه څرګندونې تېره ورځ هلمند ته د خپل سفر پر مهال په يوه خبري ناسته کې وکړې.
نوموړي وويل، سنګين ته يې د سفر موخه دا وه، چې د امنيت ارزونه وكړي او تر څنګ يې د افغان امنيتي ځواكونو اړتياوې او مورال له نږدي وګوري.
د ده په خبره، كه څه هم د دولت وسله والومخالفينو په سنګين كې په لويه کچه بريدونه پيل كړې، خو افغان ځواكونو په ځانګړې توګه سيمه ييزو پوليسو يې په ډېرې چټكۍ سره مخه ونيوه.
پتنګ زياتوي، د سنګين په جګړه كې د دولت وسله والو مخالفينو ماتې خوړلې او تر اوسه تر۱۶۰ زيات وسله وال وژل شوي، په همدغه شمېر نور ټپيان شوي هم دي او مړي يې اوس هم په كلو او كورونوكې پراته دي.
د نوموړي په خبره، د سنګين په جګړه كې افغان ځواكونو وښوده، چې د هر ډول بريد او پلان پر وړاندې مقابله كولى شي.
دغه راز د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم په سنګين كې خبريالانو ته وويل، عام خلك له افغان امنيتي ځواكونو سره مرسته كوي او د وسله والو طالبانو پټنځايونه او خښ ماينونه ورښيي.
نوموړى زياتوي، د سنګين جګړه ستره وه خو تر دې مهاله ملكي وګړو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال فضل باري فياض پژواك اژانس ته وويل، سنګين د هلمند مهمه ولسوالۍ ده، له دې امله پاملرنې ته اړتيا لري.
د ده په خبره، كه سنګين ناامنه يا د وسله والو مخالفينو په ولكه کې وي د دغه ولايت تر څنګ كندهار، اروزګان او دايكنډي ولايتونه هم ورسره نامنه کېداى شي.
د سنګين يوه اوسېدونكي لعل محمد پژواك اژانس ته وويل، سنګين ته داسې نا پېژانده څېرې راغلې، چې افغان طالبان يې هم په ژبه نه پوهېږي.
چارواكو په سنګين كې د افغان ځواكونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو درې ورځې وړاندې په دغه ولايت كې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان ويلي وو، چې د مخالفينو په پرتله د دوى مرګ ژبله کمه ده.
چارواكو دوه اونۍ مخکې ويلي وو، چې په دې ولسوالۍ کې شاوخوا ١٠٠٠ وسله والو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
خو طالب وياند قاري يوسف احمد د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه شوې ادعا ردوي او زياتوي، چې طالبانو ته اوښتى زيان دومره زيات نه دى.
هغه وايي، د سنګين په ساروان کلا او هراتيانو کې يې ١١ افغان عسکر وژلي، ١٣ نور ټپيان دي او يو طالب هم وژل شوى دى.