Language

د جلال اباد ښار پنځه کيلومتره سړکونه پخېږي

جلال اباد (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار د مرکز د جلال اباد ښار د پنځه کيلومتره سړکونو او ويالو پخولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار ښاروال لعل اغا کاکړ د غبرګولي په ١٥مه د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په جلال اباد ښار کې به پنځه کيلومتره سړکونه، ويالې او کوڅې پخې شي.

دى وايي، د دغو پروژو لګښت، چې ٧٠٠ زره امريکايي ډالره کېږي، د لارا د دفتر له لوري، چې د يو اېس اې اى ډي پروژه ده، ورکول کېږي.

د ښاروال په خبره، لارا د ښاروالۍ همکاره موسسه ده، چې يو شمېر پرمختيايي کارونه کوي او دا يې د چارو يوه بېلګه ده.

کاکړ زياتوي، په ننګرهار کې که څه هم ٦٠ سلنه سړکونه پاخه شوي ، خو بيا هم يو شمېر سړکونه، کوڅې او ويالې خامې دي، چې په ښار کې يې چټلي رامنځته کړې ده.

نوموړى وايي، په دې برخه کې کوښښ کوي، چې د ښاروالۍ او همداراز د يو شمېر موسسو له امکاناتو کار واخلي، تر څو سړکونه، ويالې او کوڅې پرې پخې کړي.

ښاروال زياتوي، په نږدې وختونو کې به د نړيوال بانک پنځه ميليونه ډالره مرسته هم ترلاسه کړي او پر دغو پيسو به هغه سړکونه او ويالې چې جوړې شوې نه دي، پخې کړي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال پژواک ته وويل،  که څه هم د جلال اباد په ښار کې ښاروالۍ ډېر کار کړى خو بيا هم دغه کار بسنه نه کوي.

دى وايي، چې د جلال اباد ښار کوچنى او اوسېدونکي يې ډېر دي نو له همدې امله يو شمېر ستونزې موجودې دي، چې مرستندويه موسسې بايد ورته پام وکړي.

د ښار يو اوسېدونکى رشاد وايي، چې د سړکونو او ويالو له پخولو سره د چاپېريال ککړتيا له منځه ځي او ناروغۍ کمېږي.

هغه هيله وښوده، چې ښاروالي او نورې اړوندې ادارې به د سړکونو او ويالو د رغونې تر څنګ چاپېريال ساتنې ته هم پاملرنه زياته کړي.

تر دې مهاله د جلال اباد په  ښار کې ٤٠ سلنه سړکونه خام دي.

Related Topics