Language

د ننګرهار د ملي راډيو تلويزيون کمره مين د تښتوونکو له بنده راخلاص شو

جلال اباد (پژواک ١٥ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون کمره مين د انسان تښتوونکو له بنده راخلاص او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

شفيق ښېوه وال ٢٧ ورځې مخکې د جلال اباد ښار بهسودو پله ته څېرمه ناپېژانده وسله والو وتښتاوه.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال وايي، نوموړى د څو انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوى و، چې د امنيتي ارګانونو د هڅو په پايله کې بېرته راخوشې شو.

دى وايي، امنيتي ځواکونه هڅه کوي تښتوونکي پيدا کړي ،خو تر دې مهاله يې په نيول کېدو نه دي بريالي شوي.

د ګرديوال په خبره، امنيتي ارګانونو يو شمېر پروګرامونه په لاره اچولي ، چې په نږدې وخت کې به يې  په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي، هغه په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون امر انجنير زلمى هم له امنيتي ارګانونو خوښي ښيي او وايي، چې د دوى د کارکوونکي په راخوشې کېدو کې يې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

دى وايي: ((زه خوشحاله يم، چې زموږ تښتول شوى کارکوونکى نن بېرته راخوشې او له خپلو ملګرو او کورنۍ سره يو ځاى شو.))

څو ورځې مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د کپتان محمدنبي عيسى خېل پلار هم د ناپېژانده وسله والو له لوري وتښتول شو، چې تر اوسه پورې يې په اړه معلومات نشته، خو امنيتي ارګانونه وايي، چې دوى يې د پيداکېدو په لټه کې دي.

Related Topics