کابل (پژواک ١٥غبرګولى ٩٢) : په ميدان وردګو ولايت کې د مڼې ګل ۱۲مه دوديزه مشاعره ونمانځل شوه .
دغه مشاعره نن ( د غبرګولي په ١٥مه ) په ميدان ښار کې ترسره ، چې په کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه راغليو سلګونه شاعرانو او د شعر مينوالو برخه اخيستې وه .
د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوږياڼي د مشاعرې په پيل کې د مڼې پر اقتصادي اړخ خبرې وکړې .
هغه زياته کړه ، چې همداسې مشاعرې د سيمې د محصولاتو لپاره يو کمپاين دی، چې نړيوالو ته يې ور پيژني.
نوموړي له ټولو ليکوالو او د قلم له خاوندانو غوښتنه وکړه چې د سيمې په امنيت کې هم پوره ونډه واخلي.
ده وويل چې په ولايت کې يې له پخوا امينيت د ولسونو په همکارۍ ښه شوی او د ولسونو له همکارۍ پر ته د امنيت راتګ ناشونی دی .
د قيوم په نامه د مشاعرې يوه ګډونوال او شاعر پژواک ته وويل ، چې دغه ډول مشاعرې د ولايتونو د ليکوالو او شاعرانو ترمنځ فرهنګي اړيکې ټينګوي او ځوان استعدادونه غوړوي .
هغه وويل ، چې هر ورځ په ولسونو کې د مرګ ژوبلې او ويجاړۍ خبرې وي ، چې له دا ډول مشاعرو سره د انسان ذهن جوړونې او پرمختګ ته هڅول کيږي.
دغه راز په دغې مشاعره کې ويناوالو ځوان نسل زده کړو ، د ښوونځيو ودې او پراختيا ته راوبلل او زده کړې له هر ډول بدمرغيو څخه د راوتو او برياليتوب يواځنۍ لار وبلله .
شاعرانو په خپلو شعرونو کې د مڼې په اړه بېلابېل خپل هنري شعرونه ولوستل او يو شمېر ليکوالو او شاعرانو ته ډالۍ هم ورکړل شوې .