Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناټو له افغان حکومته د فساد پرضد د مبارې غوښتنه وکړه

بروکسل ( پژواک ۱۵ غبرګولی ۹۲) : د ناټو سرمنشي یو ځل پر افغان حکومت غږ وکړ، چې د فساد پر ضد مبارزه  او د ازادو او عادلانه ټولټاکنو لپاره اقدامات ترسره کړي.

د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسمون دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۵مه، د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو ددوه ورځنۍ غونډې په دویمه ورځ دافغانستان په اړه  ځانګړې ناستې ته په پرانستونکې وینا کې وکړې.

د ناټو ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون تر غرمې مخکې پیل شوې ده، په دې غونډه کې  د ناټو ددفاع وزیرانو ترڅنګ د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان په ګډون د ایساف همکارو هیوادونو  د دفاع وزیران، د ملګرو ملتونو او اروپایي هیوادونو استازي او په افغانستان کې د ناټولوی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ هم ګډون کړی دى.

راسموسن پخپله پرانيستونکې وینا کې وویل چې په راتلونکو څو اونیو کې افغانستان له مهم پړاو څخه د تیریدو په حال کې دی.

د هغه په وینا،  په دې موده کې به افغان امنیتي ځواکونه د ټول هیواد امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي او په ورته وخت کې به د ایساف رول له جګړه ییز ماموریت څخه ملاتړي رول ته واوړي.

خو راسموسن وویل ، چې ایساف به د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان امنیتي ځواکونو ته په رسمي توګه د ټولو واکونو تر سپارل کیدو پورې جګړې ته په چمتو حالت کې قرار ولري.

هغه زیاته کړه : ((  تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې زموږ د بوختیاوو، یو نوی او جلا فصل پرانيستل شي،چې هغه افغان ځواکونو ته روزنه، مشوره او همکاري کول دي.))

د ناټو سرمنشي وویل ،چې دا ماموریت به د بڼې له مخې د ایساف د اوسني ماموریت په پرتله کوچنی او یو غیر جنګي ماموریت وي.

راسموسن زیاته کړه ، چې افغان امنیتي ځواکونو ته د واکونو د لیږد بهیر په ښه توګه پر مخ روان دی او پرمختګونه په واضح ډول لیدل کیږي.

د هغه په وینا، لا هم ننګونې پر وړاندې پرتې دي او لا ډیر کار ته اړتیا ده.

دی وایي : ((  د دې لپاره چې خپلې په سخته لاس ته راغلې ، لاس ته راوړنې وساتلی شو، لا ډیر اقتصادي او سیاسي پرمختګ اړین دی.))

نوموړي زیاته کړه ، چې له افغانستان سره ژمنې دوه طرفه دي.د افغان لوري له خوا د ښې حکومتوالۍ د رامنځ ته کیدو، د فساد پر ضد د مبارزې، د بشر د حقونو د خوندیتوب او د رڼو ټاکنو د ترسره کیدو په اړه ژمنې، (له افغانستان سره) د نړیوالو مرستو دوام ته لار هواروي.

هغه زیاته کړه : (( د افغانستان موضوع یوه ستره نړیواله موضوع ده  موږ به په خپله نننۍ ناسته کې واضح کړو، چې موږ په دې موضوع کې خپل رول لوبولو ته چمتو یو.))

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.