Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هیګل او محمدي د امنیت پر لیږد خبرې وکړې

بروکسل ( پژواک ۱۵ غبرګولی ۹۲ ): د افغانستان او امریکا دفاع وزیرانو د افغانستان د وروستیو حالاتو او  د امنیت د لیږد پر پروسې خبرې وکړې.

دغه لیدنه د غبرګولي په ۱۵مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې تر سره شوه.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جیورج لیټل تر دې لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان دفاع وزیر جنرال بسم الله خان محمدي او د امریکا دفاع وزیر چک هیګل د امنیت د لیږد پر پروسې خبرې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان دفاع وزیر بسم الله خان محمدي چک هیګل ته د افغان ملی ځواکونو له خوا په ټول هیواد کې د عملیاتو د مشري ترلاسه کولو او ترسره کولو په اړه معلومات ورکړل او د هیګل له خوا دا پرمختګونه وستایل شول.

د هغه په وینا، دفاع وزیر چیک هیګل دافغان ملي ځواکونو د سرښندنو او قربانیو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دوی له خپل ولس څخه دفاع کوي.

لیټل وویل، چې دواړو وزیرانو د امنیت دلیږد د بل پړاو په اړه هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې، چې پنځم پړاو دوه اونۍ وروسته پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.