جلال اباد (پژواک١٥غبرګولى٩٢): په لغمان کې د يوه ښوونځي ودانۍ په جوړېدو سره د سلګونو ماشومانو د سرپنا ستونزه هواره شوه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د منځني ښوونځي دغه ودانۍ نن د قرغيو ولسوالۍ اړوند د عزيز خان کڅ د مهاجرينو په ښارګوټي کې د لسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
ده زياته کړه: ((د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به په دغه ښارګوټي کې د سلګونو ماشومانو د سرپنا ستونزه هواره شي.))
د والي د وياند په خبره، د دغه ښوونځي پراخوالى ٥ جريبه دى، چې ودانۍ يې په ٧٥٠ متره مربع ساحه کې جوړه شوې ده.
ياد ښوونځى اته درسي خونې، څلور اداري خونې او نور اړوند ملحقات لري، چې د څلورو مياشتو په موده کې يې چارې بشپړې شوې.
دا مهال په لغمان کې ۲۹۱ ښوونځي موجود دي، چې ۱۵۱ يې ودانۍ نه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP