Language

د ننګرهار پوهنتون استادانو د لوړو زده کړو د قانون تصويب وغوښت

جلال اباد(پژواک١٦غبرګولى٩٢):دننګرهار پوهنتون لسګونو استادانو او محصلينو د يوه لاريون په ترڅ کې له ولسي جرګې وغوښتل، چې د لوړو زده کړو قانون دې د ملي ترمينالوژۍ په پام کې نيولو سره تصويب کړي.

نن د ( غبرګولي په ١٦مه) د ننګرهار پوهنتون لسګونو استادانو او محصلينو يو سوله ييز لاريون وکړ،لاريون کوونکو ((مرګ پر ايران او مرګ د ايران پر ګوډاګيانو)) شعارونه ورکول او له ولسي جرګې يې غوښتنه کوله، چې د ملي ترمينالوژۍ په پام کې نيولو سره دې  د لوړو زده کړو قانون تصويب کړي.

همداراز دوى د کابل پوهنتون د هغو استادانو د حيثيت د اعادې غوښتنه کوله، چې څه موده وړاندې له دندې ګوښه شوي وو او د هغو استادانو ملاتړ يې اعلان کړ، چې په کابل پوهنتون کې يې اعتصاب کړى.

د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي رييس مولوي سيد احمد فاطمي پژواک خبري اژانس ته وويل، په ولسي جرګه کې ايران پلوه وکيلان راپيدا شوي، چې ملي ترمينالوژۍ ته زيان رسوي.

دى وايي، چې ايران په ټول قوت سره په افغانستان کې پر فرهنګي يرغل لاس پورې کړى اوبايد مخه يې ونيول شي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ د دغه فرهنګي يرغل کلک مخالف يو او هېڅکله به څوک پرېنږدو، چې زموږ ملي ترمينالوژۍ ته زيان ورسوي.))

د زراعت پوهنځي استاد پوهندوى سيداجان عبدياني پژواک ته وويل، ايران پلوه کړۍ غواړي، چې د لوړو زده کړو په قانون کې د پوهنتون پر ځاى دانشګاه وليکي  خو دوى يې په کلکه مخالف دي.

نوموړى وايي، پنځه کال کيږي، چې د لوړو زده کړو قانون له تصويب څخه پاتې دى او په ولسي جرګه کې پر دانشګاه او دانشکده لانجه روانه ده.

استاد عبدياني زياتوي ، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو د ننګرهار پوهنتون تر څنګ نور پوهنتونونه د دوى ملاتړي دي، له هغوى سره په ګډه به دې ستونزې ته د حل لاره پيدا کړي.

د پوهنتون د استادانو له لوري يو پريکړه ليک هم صادر شو، چې د ايران فرهنګي يرغل او غېرې مستقيمې مداخلې په کې غندل شوې دي، دغه راز له دولت او ولسي جرګې غوښتل شوي ، چې د قانون د تصويب په برخه کې دې نور د چا نه مني.

Related Topics