Language

حکومت د نورستان وانټ وايګل ولسوالي بېرته ونيوله

اسعداباد (پژواک،١٧غبرګولى٩٢): افغان امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د نورستان د وانټ وايګل ولسوالي له دوه نيمو کلونو وروسته بېرته له طالبانو ونيوله .

د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند وايي ،چې د ملي اردو سرتېرو تېره ورځ ددې ولسوالۍ د نيولو په موخه عمليات پيل کړي و، چې دغه ولسوالي له تېرو دوه نيمو کلونو راهيسې د طالبانو په ولکه کې وه.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې امنيتي ځواکونو ته د تلفاتو له اوښتو پرته نن ماسپښين دوه بجې دغه ولسوالي بېرته د دولت تر واک لاندې راغله.

هغه زياته کړه، چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو سمدستي يې په اړه څه نه شي ويلاى.

خو د ملي اردو د دويمې پلې لوا  دعامه اړيکو مسوول محمدهارون يوسفزي، چې په دې عملياتو کې يې برخه لرله، پژواک ته وويل ، چې په عملياتو کې د سيدحبيب په نامه د طالبانو يو قوماندان وژل شوى او  مړى يې په سيمه کې پروت دى.
هغه زياته کړه، چې لا هم د طالبانو د تعقيب لپاره په سيمه کې عمليات روان دي او تر هغه به دوام وکړي، چې ترڅو ددې ولسوالۍ ټولې سيمې د دولت تر واک لاندې راشي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.