Language

هلمند کې لسګونه سيمه ييز پوليس وروزل شول

لښکرګاه (پژواک،١٧غبرګولى٩٢): په هلمند کې لسګونو سيمه ييزو پوليسو ته د يوې مياشتې په موده کې، د جنګي تاکتيکونو ترڅنګ د قانون د پلي کولو او له خلکو سره د ښه چلند په برخه کې په لومړي ځل روزنه ورکړل شوه.

دهلمند امنيه  قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چې تر دې وړاندې يواځې ملي او د عامه نظم پوليسو ته روزنه ورکول کېده،خو دا لومړى ځل دى، چې سيمه ييزو پوليسو ته په دې ولايت کې روزنه ورکول کېږي.

 الهام وايي، چې ٧٩ پوليسو ته د يوې مياشتې په موده کې د مسلکي ښوونکو له خوا روزنه ورکړل شوه.

امنيه قوماندان سيمه ييز پوليس په دې ولايت کې د امنيت په ټينګښت کې اغېزمن وبلل او ويې ويل، چې تر دې وروسته به د سيمه ييزو پوليسو د روزنې لړۍ دوام ولري.

د هلمندپه مرکز لښکرګا کې دسيمه ييز پوليسو د روزنيز مرکز قوماندان سمونمل عبدالمحمد ظفر خېل  وايي ،    په دې وروستيو کې ، چې د پوليسو د روزنيز مرکز چارې افغان دولت ته سپارل شوي، د پوليسو په  روزنه کې ښه والى راغلى.

نوموړي وويل ،هڅه کوي چې ټول پوليسو له  خپلو مسوليتونو څخه خبر کړي، چې له  دې سره به  په سيمه کې دجرمونه کچه کمه او د دولت د مخالفينو مخه به ونيول شي.

دمحمد حيدر په نوم دګرمسير ولسوالۍ يو تن سيمه ييز پوليس پژواک خبري اژانس ته وويل، له وړاندې يې هم په خپله سيمه کې دهر ډول پېښو په مخنيوي کې ښه رول لوبولى دى، خو په تېره  يوه مياشت يې بيا دمسلک له  پلوه ډير څه زده کړي دي.

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.