دويم تعقيب:جلال اباد (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٢) : په جلال اباد ښار کې د چاودنې او اورلګېدو له امله لسګونه دوکانونه او په سلګونو چرګوړي وسوځېدل او يو تن ټپي شو .
دغه اور لګېدنه نن غرمه ١٢:٠٠ بجې د اطلاعاتو او کولتور رياست او ميا اسلم مارکېټ په منځ کې د جلال اباد لومړۍ ناحيې اړونده سيمه کې رامنځته شوه.
د ننګرهار د والي مرستيال محمد حنيف ګردېوال د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ په يوه دوکان کې د ګاز يوه ډبه چاودېدلې او وروسته د اورلګېدو لامل شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پـېښه کې د سبزۍ او ګازو په لسګونه دوکانونه سوځېدلي دي.
خو ګرديوال وويل، چې په دې پېښه کې چاته ځاني زيان نه دى اوښتى، يواځې يوتن ټپي شوي، چې د درملنې لپاره جلال اباد روغتون ته وړل شوى دى.
په دغه پېښه کې د چرګوړو لس دوکانونه او ٤٠٠ زيات چرګوړي هم سوځېدلي دي.
د عبدالله په نامه يوه دوکانداروويل: (( يواځې ما په دوکان کې سل چرګوړي درلودل، ما هڅه کوله چې د اورلګېدو په وخت کې د دوکان پنجرې خلاصه کړم ،چې چرګوړي وتښتي ، خو وخت راسره ياري ونکړه او ټول يې کباب شول.))
له بلې خوا د ګازپلورلو دوکانداران وايي، چې نشه يانو د ميا اسلم مارکېټ په شا کې ، چې نشه يي توکي استعمالوي، د اورلګېدو يوه پلته د ګازو يوه دوکان ته ګوزار کړې ، چې د ګازو د ډبې د چاودنې او اورلګېدو لامل شوې.
د اوښتو زيانونو په دوکانداران ادعا کوي، چې ورته په ټوليزه ټوګه درې ميليونه افغانۍ زيان اوښتي او دولت بايد ورسره مرسته وکړي.
د ياودنې ده ، چې تېر کال په همدې مياشت کې د جلال اباد ښار څلورمې حوزې اړونده سلطانزي مارکېټ ته څېرمه په يوه بل مارکېټ کې هم د اورلګېدو له امله لسګونه دوکانونه سوځېدلي و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP