هرات (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٢): د ايران حکومت په کابل کې د دغه هېواد پر ضد د ترسره شوي لاريون په غبرګون کې د افغان کډوالو څو کورنۍ را ايستلې دي.
په دغه لاريون کې، چې د غبرګولي په نهمه د سلګونو کسانو له خوا په کابل کې ترسره شو، د ايران د ولسمشر، مذهبي لارښود او د هغه هېواد د بيرغ ترڅنګ د ځينو افغان چارواکو تصويرونه وسوځول.
له ايرانه شړل شوې افغان کورنۍ، چې د غړو شمېر يې ٦٠ تنو ته رسېږي، پرون مازديګر د اسلام کلا له لارې هرات ته را واړول شوې.
زهرا هغه مېرمن ده، چې کورنۍ يې په ايران کې پاتې ده او وايي، چې ايراني عسکرو له دې امله له هغه هېواده را وشړل، چې په کابل کې د ايران خلاف ترسره شوي لاريون کې د دغه هېواد بيرغ او د ولسمشر احمدي نژاد انځور ته اور اچول شوى و.
نوموړې پژواک اژانس ته وويل :((ايراني عسکرو ورته ويلي، چې تاسې زموږ د بيرغ او مشر سپکاوى کړى نو موږ به هم دښمني درسره وکړو.))
يوه بله مېرمن زينب، چې د هرات په انصار کمپ کې نن مېشته شوې وايي، چې ايراني عسکرو د قم په ښار کې په زور له کوره و ايستل او بيا يې افغانستان ته را واړول.
د نوموړې په خبره، دوى ټول قانوني اسناد، وېزه او پاسپورټ هم لرل، خو سره له هغه ايراني پوليس کورونو ته ور دننه وتل او په زور يې را و ايستل.
زينب وايي، چې د ډېرى کورنيو نيم ماشومان او سړي په ايران کې پاتې دي، خو مېرمنې ايراني عسکرو په زور له کوره را ايستلې دي.
نوموړې د کډوالۍ له نړيوال سازمان او د بشري حقونو له ټولنو وغوښتل، چې په ايران کې پر افغان کډوالو تېرى او د ناوړه چلند په اړه پلټنه وکړي.
دغه راز احمدعلي هم په هغو افغان کډوالو کې دى، چې شپږ کسيزه کورنۍ يې د ايران په قم کې پاتې دى.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د کار لپاره ښار ته وتلى و، د کډوالو اسناد او پاسپورټ يې هم په جېب کې و، خو ايراني عسکرو په زور موټر ته پورته کړ او پرون مازديګر يې د اسلام کلا له بندره را واړاوه.
په هرات کې د انصار کمپ مشر عين الدين هم د را شړل شوو کډوالو شکايتونه پر ځاى بولي او زياتوي، چې د لسګونو کورنيو شاوخوا ٤٠٠ تنه را ايستل شوي، خو تر دې مهاله پر لاره دي.
د هرات د کډوالو رييس حميدالله خطيبي وايي، چې په تېرو دوه مياشتو کې ٢٧زره افغانان له ايرانه په زور شړل شوي دي.
د هېواد ولسمشر حامد کرزي هم نن په کابل کې د لاريون کوونکو له خوا د ګاونډيو هېوادونو د مشرانو د تصويرونو سوځول او د رسنيو له لارې په بيا بيا د هغو ښودل ناسم کار وباله.
ولسمشر کزري، چې نن يې د چارپېريال ساتنې نړيوالې ورځې نمانځنغونډې ته په کابل کې خبرې کولې، د ګاونډيو هېوادونو مشرانو د تصويرونو سوځول يې ناسم وبلل او زياته يې کړه: “موږ يو باعزته او با وقاره ملت يو، زموږ له خاورې بايد د هېڅ کوم بل هېواد بې عزتي ونه شي.”
هغه څرګنده کړه، چې د افغانستان خلک په مېلمه پالنه او عزت ورکولو کې نوم لري او اړينه ده، چې خپلې دغه ځانګړتياوې وساتي.