Language

د ناړۍ لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

اسعداباد (پژواک ١٨ غبرګولى ٩٢): د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال وژل شوى دى.

د ناړۍ ولسوال ګل زمان د غبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د طالبانو له خوا ټاکل شوى ولسوال قاري ذاکر تېره شپه د طالبانو په خپلمنځي جګړه کې وژل شوی دى.

هغه زياته کړه، چې قاري ذاکر يوه اونۍ وړاندې د طالبانو له خوا د ناړۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی و، خو تېره شپه د خپلمنځي اختلافاتو له امله د ناړۍ ولسوالۍ په ساوخوړ سيمه کې پر ډزو وژل شوی دى.

قاري ذاکر د ناړۍ ولسوالۍ د چيره ګل سيمې اوسېدونکی و او د تېرو يوولسو کلونو راهيسې د دولت د وسله والو مخالفينو  يو فعال غړی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics