لښكرګاه (پژواك ۱۸ غبرګولى ۹۲): د هلمندپه ګرشك ولسوالۍ كې شپږ سيمه ييز پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
يوه سيمه ييز چارواکي ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله د غبرګولي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د ګرشك ولسوالۍ په زمنبلي سيمه كې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې په پوسته كې ټول شپږ پوليس وو او ښايي په پوسته کې دننه د هغوى د مېلمنو له خوا وژل شوي وي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې ياد سيمه ييز پوليس تېر ماښام د دوى ارتباطي کسانو وژلي او د پوليسو يو کرولا موټر او وسلې يې هم ترې وړې دي.
د يادولو ده، تر دې مخکې هم پر پوليسو ورته بريدونه شوي او په خپلو پوستو کې د مېلمنو له لوري وژل شوي دي.