Language

په اچين کې د وسله والو پرضد پاڅون وشو

جلال اباد (پژواک١٨غبرګولى٩٢): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو او عثمان خېلو قبيلو په خپله سيمه کې د وسله والو طالبانو پرضد وسله وال پاڅون وکړ.

 د عبدالخېلو قومي مشر ملک نعيم جان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له سهاره يې په ياده ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو پر ضد وسله وال پاڅون کړى دى.

 د هغه په وينا، نور په خپله سيمه کې ناامني نه شي زغملى او شاوخوا ٢٠٠ ځوانانو يې وسلې راخيستي او په خپله سيمه کې يې د مخالفينو پر ضد پاڅون وکړ.

 دى زياتوي: ((نور مونږ له جنګ جګړو او د وسله والو له ګواښونو تنګ شوي يو او پر ضد يې کلکه مبارزه کوو.))

 دغه قومي مشر وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې يې په ولسوالۍ کې وسله وال مخالفين پراخ فعاليت لري، چې د دوى ورځنى ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.

 دى وايي، ډېرى وخت د وسله والو مخالفينو او د دولت ترمنځ نښتو کې عام وګړي وژل کيږي، چې نور د عامو وګړو وژل نه شي زغملى.

 ٢٢کلن ځوان اترمحمد پژواک اژانس ته وويل چې افغان ملي ځواکونه د سيمې په امنيت کې مهم رول لري او دوى د خپلو ملي ځواکونو ملاتړ کوي.

 ده زياته کړه: ((نور د وسله والو په مقابل کې مونږ جهاد کوو او هغوى نه پرېږدو چې دلته ورانکاره فعاليتونه وکړي.))

 هغه پر دولت غږ وکړ چې د دوى ملاتړ دې وکړي، ترڅو دوى په سيمه کې امنيت راولي.

 په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل پژواک ته دا ومنله، چې په اچين ولسوالۍ کې يو شمېر ځوانانو د وسله والو پر ضد پاڅون کړى دى.

 د هغه په وينا، د دوى يو کنډک پوليس په سيمه کې ځاى پر ځاى دي او که چېرې ورته اړتيا پيدا شي، نو دوى به د پاڅون کوونکو ملاتړ وکړي.

 نوموړى وايي: ((مونږ دغه اقدام ستايو او دا ډېر نيک اقدام دى، په دې سره به په سيمه کې امنيت ښه شي.))

 اچين د ننګرهار يو له هغو ناارامو ولسواليو څخه ده چې څه موده وړاندې په کې د ماين پاکۍ د موسسې څو کارکوونکي هم تښتول شوي وو.

 ياده دې وي، چې څه موده وړاندې د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې هم د وسله والو پر ضد پاڅون شوى و.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.