Language

په کاپيسا او پروان کې نهو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

چاريکار (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٢): د کاپيسا او پروان چارواکي وايي، چې په بېلا بېلو پېښو کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کاپيسا د نجراب ولسوال امنيه قوماندان سمونوال عصمت الله اکبري د غبرګولي په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په افغانيه دره کې د وسله والو طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته شوې ده.

ده زياته کړه، په دې نښته کې دوه طالبان وژل شوي او د سيمه ييزو پوليسو درې تنه ټپيان دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه تردې مهاله څه نه دي ويلي.

له بلې خوا د پروان ولايت د کوه صافي ولسوال سيف الله بيدار وايي، چې نن د دې ولسوالۍ د غفارخېلو په سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ نښته شوې ده.

ده پژواک اژانس ته وويل، په دې نښته کې، چې لامل يې پخوانۍ دښمني ده، دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

څو ورځې وړاندې د پروان په جبل السراج سيمه کې هم، د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې دوه تنه وژل شوي وو او ٦ په کې ټپيان وو.