Language

د نورستان- بدخشان لارې د جوړولو چارې پيل شوې

جلال اباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): د نورستان او بدخشان تر منځ د نوي سړک د جوړولو چارې نن (د غبرګولي ١٩مه) په رسمي ډول پيل شوې.

د نورستان والي تميم نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سړک جوړولو دغه چارې به، چې لګښت يې د افغان دولت له لوري ورکول کېږي، د يوې نيمې مياشتې په موده کې بشپړې شي.

هغه زياته کړه، دغه سړک، چې د نورستان د مرکز پارون له سرحدي سيمې ايستوې څخه د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ تر يوه کلي پورې غځېدلى، په غرونو کې تېريږي.

نورستانى وايي، چې ياد سړک لس کيلومتره اوږودوالى لري او پنځه سوه زره امريکايي ډالر لګښت پرې راځي.

د نورستان والي وويل، چې پخوا يې هم مرکزي ادارې ته وړانديزونه کړي چې د نورستان په ولايت کې مرکز او ولسواليو ته غځيدلې لارې دې پخې او جوړې کړي، خو تر اوسه يې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دى ويلى.

دى وايي: ((نورستان کې قير شوى سړک نشته، سړک لومړنۍ اړتيا ده او بايد جوړ شي.))

د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن د دغه سړک په جوړېدو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ پژواک ته وويل، چې مرکزي اداره دې د نورستان بيارغونې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړى زياتوي، چې نورستان ولايت هېڅ پاملرنه نه ده شوې، ټولې لارې يې خرابې او ان ځيني سيمې يې هېڅ لارې نه لري او وايي چې دولت بايد دغو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي.

ياده دې وي، اوس مهال د نورستان او کونړ تر منځ لار د وسله والو مخالفينو له لوري تړل شوې ده، که چېرې ياده لاره پرانيستل شي نو ګڼې ستونزې به هوارې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.