ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبان له افغانانو سره دښمني خو له پرديو سره ښې اړيکې پالي”

“طالبان له افغانانو سره دښمني خو له پرديو سره ښې اړيکې پالي”

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): ايران ته د طالبانو د استازو د سفر په غبرګون د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې طالبان له بهرنيو هېوادونو سره ښې اړيکې لري، خو له افغانانو سره بيا دښمني کوي.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د غبرګولي په ١٩مه په کابل کې د خپل اونيز خبري کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته وويل، چې ايراني چارواکو په رسمي ډول تهران ته د طالبانو د ورتګ په اړه بې خبري ښودلې ده.

موسى زى زياتوي، چې طالبانو پخوا هم د جاپان او فرانسې په ګډون يو شمېر هېوادونو ته سفرونه کړي او له بېلابېلو خواوو سره يې غير رسمي اړيکې لرلې دي.

ده زياته کړه: “په خواشينۍ سره چې له بهرنيو هېوادونو سره د طالبانو اړيکې ډېرې ښې دي، خو له افغانانو سره دښمني لري. د افغانستان خلک وژني او پر وړاندې يې ترهګريز بريدونه کوي.”

نوموړي هيله څرګنده کړه، چې طالبان به يوه ورځ په ريښتينې او عملي توګه د سولې په پروسه کې ورګډ شي، څو په سيمه او له سيمې لرې نورو بهرنيو هېوادونو ته د هغوى د تګ راتګ اړتيا نه وي.

فارس خبرى اژانس تېره اونۍ خبر ورکړ، چې د طالبانو يو سياسي پلاوى له ايراني چارواکو سره د خبرو په موخه تهران ته ورغلى دى، وروسته طالبانو هم ومنله چې د دوى دوه پلاوي تهران ته تللي وو.

تر اوسه څرګنده نه ده چې طالبانو او ايراني چارواکو په دغو کتنو کې پر کومو موضوعاتو خبرې کړې دي. خو ځيني نا تاييد شوي راپورونه وايي، چې ايران طالبان د سولې په پروسه کې ورګډېدو ته هڅول ، خو طالبانو په قطر کې پر رسمي نمايندګۍ ټينګار کاوه.

د بهرنيو چارو وزارت وياند همداراز يادونه وکړه، چې ولسمشر حامد کرزى نن د اسلامي نړۍ او د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ د اړيکو په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د قطر مرکز دوحې ته ولاړ.

دى وايي، چې ولسمشر به د دغه کنفرانس په څنډه کې د قطر له امير سره د افغانستان د سولې پر بهير هم خبرې وکړي. دغه دويم ځل دى، چې ولسمشر کرزى د قطر له امير سره د سولې پر بهير خبرې کوي.

ټاکل شوې چې په راتلونکي کې په قطر کې طالبانو ته د سولې د خبرو په موخه دفتر پرانيستل شي، دا چې ولسمشر کرزى به له قطري چارواکو سره دغه ځل هم په دوحه کې طالبانو ته د دفتر د پرانيستلو په اړه خبرې وکړي کنه، موسى زي يې په اړه څه ونه ويل.

په لومړي ځل امريکا او جرمني په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانيستلو خبره مطرح کړه، چې هغه مهال د افغان دولت له سخت غبرګون سره مخ شوه.

وروسته ولسمشر کرزي واشنګټن ته د سفر پر مهال د امريکا له ولسمشر باراک اوباما سره د دغه دفتر د پرانيستلو پر سر موافقه وکړه، خو لا هم دغه دفتر نه دى پرانيستل شوى.

موسى زى وايي، د دغه دفتر د پرانيستو لپار لا هم د افغان حکومت شرايط پر خپل ځاى دي، چې طالبان له جګړې او القاعده شبکې لاس واخلي، اساسي قانون دې ومني او بشري حقوقو ته دې درناوى ولري.

هغه زياته کړه، چې د سولې خبرې به د سولې د عالي شورا له لارې د طالبانو له باصلاحيته استازو سره وشي.

افغان دولت همداراز له طالبانو سره د سولې په خبرو کې تل د پاکستان همکاري اړينه بللې ده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند يادونه وکړه، چې ولسمشر کرزي د پاکستان نوي ټاکل شوي لومړي وزير نوازشريف ته بلنه ورکړې، چې کابل ته راشي.

دى وايي، چې نوازشريف بلنه منلې، خو د راتګ کره نېټه يې تر اوسه څرګنده نه ده.

موسى زي وويل، افغان دولت هيله من دى چې کابل ته د پاکستان د نوي لومړي وزير سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او باور نوى فصل پرانيزي.

 افغان حکومت تل ويلي، چې د ترهګرو مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي او د پاکستان حکومت يې تورن کړى، چې د دغو ډلو پر وړاندې ګام نه پورته کوي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.