غزني ښار (پژواک ۱۹ غبرګولی ۹۲): د غزني په ښار کې تېر ماښام نا پېژانده وسله والو د جومات يو ملا امام له کور څخه تر ايستلو وروسته وژلى دى.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه د ښار د خواجه علي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، ناپېژانده وسله والو د ياد کلي د جومات ملا امام لومړى له کور څخه ايستلى او بيا يې د کور مخې ته پر ډزو وژلى دى.
انصافي وايي، تر اوسه دا نه ده معلومه چې دغه ملا امام چا او ولې وژلی خو په دې اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.
د سعيدالله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې ياد وسله وال پر موټرسايکل راغلي وو او د ياد ملا امام تر وژلو وروسته تښتېدلي دي.
د هغه په وينا، دغه ملا امام له دولت يا له کومې بلې ډلې سره هېڅ راز اړيکه نه درلوده، يواځې امامت يې کاوه.
نږدې دوه کاله وړاندې هم د غزني ښار په منځ کې وسله والو د يوه جومات ملا امام وژلى و.
تر اوسه د دغه امام د وژلو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.