Language

ننګرهار کې سلګونه نجونې د سوداګرۍ له روزنيز کورس څخه فارغې شوې

جلال اباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): په ننګرهار کې څه باندې ٣٠٠ نجونې د سوداګرۍ په برخه کې له روزنيز کورس څخه فارغې شوې.

دغه روزنيز پروګرام د امريکا د متحدو ايالتونو د نړيوال پرمختيايي پروګرام (د يو اېس اې اى ډي) اړوند د ايډيا نيو ادارې له خوا پر لاره اچول شوى و.

د دې ادارې مطبوعاتي مسوول مطيع الله امانزي د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه روزنيز کورس کې د ننګرهار، کونړ او لغمان ولايتونو ٣٠٣ نجونو ته د سوداګرۍ په برخه کې زده کړه او روزنه ورکړل شوه.

د نوموړي په وينا، فارغې شوې نجونې وروسته له دې کولى شي چې سوداګري وکړي او له دې لارې خپل اقتصاد پياوړى کړي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال هم خوښي وښوده او ويې ويل، چې په سوداګرۍ کې د ښځو ونډه کمه ده نو د دا ډول روزنيزو کورسونو په جوړېدو سره به د ښځو ونډه په دې برخه کې زياته شي.

هغه زياته کړه: ((ښځې هم بايد په سوداګرۍ کې برخه واخلي او خپل ورځني ژوند ته پرې ادامه ورکړي.))

د ګرديوال په خبره، په ننګرهار کې يو شمېر نورې ادارې هم شته چې د ښځو په برخه کې کار کوي، خو ياد ګام د ښځو په برخه کې د پام وړ ګام دى او وايي، هغه زده کړې بايد وړاندې شي چې په اوس وخت کې ورته اړتيا ليدل کېږي.

له ياد روزنيز پروګرام څخه فارغه شوې امينې خوګياڼۍ پژواک ته وويل، وروسته له دې کولى شي چې په يوازې ځان سوداګري وکړي.

نوموړې وايي، په دغه کورس کې يې هغه مهارتونه زده کړي کوم چې يو سوداګر ورته اړتيا لري.

امينه زياتوي: ((ښځې هم کولى شي چې سوداګري وکړي او خپل اقتصاد ته وده ورکړي.))

مرضيه هم ورته خبره کوي او وايي، چې څو ځلې يې يوې دندې ته عريضه کړې وه، خو کله يې چې ترې امتحان اخيست پر سوداګريزو چارو نه پوهېده.

د هغې په وينا، وروسته له دغه کورس څخه اوس کولى شي چې په ډېرې اسانۍ سره په اړوند برخه کې ځان ته دنده پيدا کړي.

نوموړې وايي: ((اقتصادي ستونزې زياتې دي، نو زه غواړم دنده واخلم اوس ما ته په سوداګريز ډګر کې ډر ژر دنده پېدا کېږي.))

د مرضيې په وينا، چې دا ډول روزنيز کورسونه د ښځو په ژوند کې مثبت تغيير راوړونکي دي او تمه ده چې يو شمېر نورې خويندې هم له دغو زده کړو څخه برخمنې شي.

Related Topics