Language

وسله والو د ټيليفون دوه انتنونه په ماينونو والوځول

هرات ( پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢) : چارواکي وايي، چې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د روشن او ايم ټي اين ټيليفوني کمپنيو دوه انتنونه الوځولي دي.

په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي د غبرګولي په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل،چې ياد انتنونه يې تېره شپه په بمونو الوځولي دي.

د نوموړي په وينا،د ټيليفوني اړيکو د پرې کېدو له امله د سيمې خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

کرخ ولسوالي د هرات ښار په ختيځ ٤٥ کليومتره لرې پرته تفريحي سيمه ده،چې امنيت يې د ډاډ وړ او د هرات ډيرى خلک د مېلو لپاره دې سيمې ته راځي.

دغه رازد ظفر قول اردو وياند وايي،چې په کشک کهنه ولسوالۍ کې د وسله والو پرضد پراخ عمليات پيل شوي،چې تر دې مهاله يې لسګونه کلي له وسله والو پاک کړي او شاوخوا لس ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکى شېرجان وايي،چې افغان ځواکونو په سيمه کې تصفيوي عمليات پيل کړي او د شکمنو ځايونو تلاشي هم کوي.

دى وايي،چې نن سهار د اردو په يوه موټر د ماين چاودنه هم وشوه،خو د زيان په اړه يې معلومات نلري.

په کرخ کې د الوځول شويو انتنونو او په کشک کهنه کې د عملياتو په اړه وسله والو څه نه دي ويلي.

Related Topics