Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر کرزى قطر ته ولاړ

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٢): ولسمشر حامد کرزى د امريکا او اسلامي نړۍ په نوم نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه نن غرمه د قطر د شاهي هېواد پلازمېنې قطر ته روان شو.

د ولسمشرۍ رياست مطبوعاتې دفتر د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې، چې يوه کافي يې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې ولسمشر کرزى به نن په دغه کنفرانس کې د خپلې وينا په ترڅ کې د سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو په اړه د افغانستان ليد لورى وړاندې کړي.

ولسمشر کرزى به د دغه سفر په ترڅ کې له قطري چارواکو سره د دوه اړخيزه اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه خپل نظرونه شريک کړي.

د امريکا او اسلامۍ نړۍ نړيوال کنفرانس دغه ځل د “يوه لسيزه ډيالوګ” تر نامه لاندې د امريکا او اسلامۍ نړۍ په اړيکو کې د نظر نوي کولو، اړيکو ټينګولو، د افغانستان او پاکستان د متحول لرليد په اړه د بحث کولو او پر کورني او سيمه ييز امنيت يې د اغېزو په اړه جوړېږي.

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول ، دملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د سولې عالي شورا رييس صلاح الدين رباني، د نړيوالو چارو سلاکار يحيى معروفي، د ولسمشرۍ رياست عالي مقام د دفتر مرستياله حميرا لودين اعتمادي او د ولسمشر وياند ايمل فيضي ملتيا کوي.

له تېرو دوو کلونو راهيسې هڅې روانې دي، چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو په موخه د طالبانو دفتر پرانېستل شي.

تېر کال هم طالبانو او امريکايي چارواکو په قطر کې خبرې وکړې، خو وروسته بيا طالبانو وويل چې له امريکايي چارواکو سره يې خبرې ځکه وځنډولې، چې هغوى په خپلو خبرو کې ريښتيني نه دي.

همدارنګه له ډېرې مودې راهيسې افغانستان او قطر پر يوه داسې هوکړه ليک کار کوي، چې پر بنسټ يې د افغان دولت او وسله والو مخالفنيو ترمنځ د خبرو لپاره په قطر کې يو دفتر پرانيستل شي.

خو افغان حکومت وايي، چې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستل کېدو لپاره بايد يو هوکړه ليک لاسليک شي . افغان حکومت همدا رنګه ويلي، چې دغه دفتر به هغه مهال رامنځته شي، چې طالبان جګړه وغندي او له افغان دولت سره خبرو اترو ته ځان چمتو کړي.

ولسمشر کرزى دوه مياشتې وړاندې هم د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ قطر ته د يوه سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له امير او يو شمېر نورو قطري چارواکو سره د سولې پروسې او دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.