Language

د غزني ښاريان په دغه ښار کې له وروستيو نا امنيو کړيږي

غزني ښار (پژواک ٢٠ غبرګولی ۹۲): د غزني ښار اوسېدونکي وايي، چې په دغه ښار کې ورستيو ناامنيو، چاودنو او هدفي بريدونو وېرولي او پر ژوند باندې يې بدې اغېزې کړې دي.

د درېيم پلان اوسېدونکى محمداکرم پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني ښار وروستۍ نا امني د خلکو کاروبار اغېزمن کړى او اندېښنې يې زياتې شوې دي.

د ده په خبره، د همدې وېرې له امله مازديګر ښار وتړل شي او هر څوک هڅه کوي، چې له ښاره ځان وباسي.

اکرم زياتوي، په تېرو دوو مياشتو کې په  ښار کې شاوخوا لس چاودنې شوې او دغه راز ښار ته څېرمه امنيتي پوستو باندې بريدونه کېږي، چې عامو خلکو ته يې ډېرې اندېښنې پيدا کړې دي.

د ښار يو بل اوسېدونکى عبدالرازق هم وايي، چې چارواکو يواځې د ځان ساتنې ته پاملرنه زياته کړې، والي د حرم سراى (مېلمستون ) او ولايت لارې تړلې، خو د خلکو د خونديتوب لپاره هېڅ نه کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، په دې وروستيو کې په ښار کې ناامني زياته شوې، په ښار کې هدفي  بريدونه او دغه راز پر امنيتي پوستو جګړې خلکو ته وېره پيدا کړې ده.

د ښار يو هټۍ وال علم خان وايي، چې ښار ته نږدې سيمو کې وسله وال ازاد ګرځي، خو امنيتي ځواکونه يې مخه نه نيسي.

دى وايي، ښار ته وسله وال موټرسايکل سپاره راشي، پر پوليسو او دولتي مامورينو بريدونه کوي ، د ده په خبر چې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا پنځه دغه ډول بريدونه شوي دي.

هغه د غزني چارواکي په نه پاملرنه او بې غورۍ تورن کړل، چې د غزني ښار د امنيت لپاره يې هېڅ کار نه دى کړى.

د غزني امنيتي چارواکي ستونزې مني، خو وايي پېښې دومره زياتې نه دي لکه خلک چې وايي.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي وايي، درې ځلې وسله وال بريالي شول، چې ښار ته راننوځي، خو هغه هم د پوليسو له لوري ووژل شول.

دى زياتوي، چې امنيتي ځواکونه فعال دي او وسله وال نه شي کولى د غزني ښار امنيت وګواښي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غزني ښار اړوند سيمه کې وسله والو د جومات ملا امام وواژه او نن سهار  په ښار کې د پوليسو پر موټر د چاودنې له امله دوه پوليس ټپيان شول.

Related Topics