هرات (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٢): په هرات کې د ورزش په برخه کې اووه پروژې پرانيستل شوې او د يوه عصري لوبغالي د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ملي اولمپيک رييس محمدظاهر اغبر، چې له تېرو درې ورځو راهيسې په هرات کې دى، په يوه خبري غونډه کې وويل، نن يې په هرات ښار کې د لوبو د يوه عصري لوبغالي د بنسټ ډبره کېښوده، چې په ٢٣ جريبه ځمکه کې د يوه کال په موده کې جوړېږي.
هغه زياته کړه، په دې لوبغالي چې ځمکه يې يوه افغان سوداګر په وړيا ډول ورکړې، پنځه ميليونه ډالره لګښت راځي، چې د دغو پيسو ډېره برخه د هرات سوداګرو په غاړه اخيستې ده.
اغبر دغه راز د ميهن او توحيد په نومونو د سرپټو جمنازيمونو، د هرات باستان د ځوانانو د لوبو سالون، د ځوانانو د لامبو لپاره د دوو حوضونو د پروژو پرانيسته هم وکړه.
هغه د يادو پروژو مالي لګښت څرګند نه کړ، خو ويې ويل، چې د دې پروژو چارې په تېر يوه کال کې د خصوصي سکتور له لوري ترسره شوې دي.
نوموړي همدارنګه د غره د ختلو او نښې ويشتلو فدراسيونونه هم نن پرانيستل.
په هرات کې د نښې ويشتلو د فدراسيون يوه لوبغاړي شېراحمد، د ورزش په برخه کې د دغو پروژو په پيل خوښي وښوده او پژواک خبري اژانس ته وويل، له دوو کلونو راهيسې د نښې ويشتلو په لوبه بوخت دى.
ده زياته کړه: «په نښه ويشتلو کې ښه تجربه لرم، هيله ده چې په دغه ډول به ملي ټيم ته لار پيدا کړم».
د هرات د سپورت ادارې د مطبوعاتو د څانګې مسوول محمد معين، پژواک ته وويل، په هرات کې د سپورت په برخه کې ډېر کار شوی، چې تر لس زره زيات ځوانان بېلابېلو ورزشي لوبډلو کې تنظيم شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له زر تن زياتو مېرمنو هم په رسمي بڼه ورزش ته مخه کړې ده.