Language

غزني ښار کې پوليسو څلور ملکي وګړي ټپيان کړل

غزني (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٢): پوليسو د غزني په ښار کې پر ملکي وګړو ډزې کړي او د يوه ماشوم په ګډون يې څلور تنه ټپيان کړي دي.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي د غبرګولي په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د غزني ښار په موى مبارک سيمه کې د تلاشۍ پر مهال رامنځته شوې ده.

د ده په خبره، پوليسو په ياده سيمه کې تلاشي کوله، چې رېکشا چلوونکي او موټرسايکل سپرو يې له امره سرغړونه کړې او د نه درېدو له امله يې پرې ډزې کړې دي.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې پېښه يو ساعت مخکې رامنځ ته شوې او روغتون ته د يو ماشوم په ګډون څلور ملکي وګړي ور وړل شوي دي.

د ده په وينا،چې د ټپي ماشوم روغتيايي حالت ښه نه دى.

په دې وروستو کې د غزني په ښار کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

Related Topics