Language

کابل (پژواک٢١غبرګولى٩٢): د ولسمشر لومړى مرستيال د حاکمې ډلې د بديل لپاره ملي اجماع اړينه بولي ، خو وايي ، چې د زلمي خليل زاد او د ولسمشر کرزي د ورور په څېر کسان چې امريکايي تابعيتونه لري، د افغانستان خلکو ته د منلو نه دي.

د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم ، چې نن يې په کابل کې د واليانو ملي کنفرانس ته وينا کوله، په هېواد کې د سياسي واک د  لېږد په اړه  اندېښنه وښوده.

دى وايي، چې اوسنى حکومت او دده په خبره ، حکومتي کاري ډله له ډېرو ستونزو وروسته رامنځته شوې ده او که نوى حکومت راشي، ښايي دا ډله بدله کړي.

د فهيم وړانديز دا و،چې د حاکمې ډلې بديل بايد د “ملي اجماع” له لارې رامنځته شي.

خو د ولسمشر مرستيال زياتوي ، چې داسې ملي اجماع د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه ده ، چې د خليل زاد په څېر د امريکا تابعيت لرونکي کسان يې غواړي.” داسې ملي اجماع نه چې خليل زاد يې وايي، هغه پخپله امريکايى دى او راځي موږ ته ملي ا جماع جوړوي.”

د هغه په وينا، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان  ته يې ويلي ، چې د زلمي خليل زاد په څېر پردوى پورې تړلو کسانو د افغانستان د امنيتي او سياسي لېږد په اړه خلکو ته اندېښنې پيدا کړې دي .

زلمى خليل زاد افغان الاصله امريکايى دى ، چې څه موده په افغانستان کې د امريکا سفير پاتى شوى او داسې ګنګوسى شته ، چې هغه هم غواړي د راتلونکي کال ولسمشريزو ټاکنو کې ځان کانديد کړي.

مارشال فهيم زياتوي : (( د کرزي صيب له وروره نيولې تر نورو دا ټول امريکايان دي، داسې خو نه شي کېداى چې په همغه ورځ خپله تذکره د امريکا سفارت ته يوسي او راشي، په دومره خبره خو هېڅ امکان نه لري.”

د فهيم په خبره، څوک چې د حکومت وړتيا ونه لري او خلکو ته د منلو وړ نه وي، له اوسنيو چارواکو سره اړيکې يې نشي کولى هغوى د واک پر ګدۍ کېنوي.

د هغه په وينا، ګېدړ په رنګېدو نه طاووس کيږي ، چې باغ ته لاره ومومي .

ده زياته کړه:” په طاووس کېدو نه شي کېداى څوک د افغانستان ولسمشر شي، مګر موږ به ژوندي نه وو، دا مجاهدين او د افغانستان خلک به ژوندي نه وي ، چې دوى ټول عمر ستونزې وګاللې او بالاخره داسې يو څوک راشي، چې هرڅه يې زړه وغواړي همغسې قلبه وکړي.”

دا په داسې حال کې ده ، چې څه موده وړاندې د ولسمشر ورور محمود کرزي اعلان وکړ، چې ورور يې قيوم کرزى په راتلونکو ټاکنو کې ولسمشرۍ ته کانديد دى.

ولسمشر حامد کرزي  څو ورځې وړاندې د کليو د پراختيا شوراګانو رييسانو ته د وينا پرمهال په کابل کې وويل ، غوره ده چې په راتلونکي ولسمشريزو ټاکنو کې دوه يا درې کانديدان رقابت وکړي.

کرزي ويلي و ، چې دا کانديدان بايد د ملي اجماع له لارې وټاکل شي او ټاکنې له اساسي قانون سره سم په خپل وخت ( د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه ) تر سره شي.Top of Form

په رسنيو کې د ځېنو نورو کسانو د احتمالي کانديدېدو خبره هم شوې ده، خو تر دې مهاله بل چا په رسمي ډول نه دي ويلي ، چې ولسمشريزو ټاکنو کې به کانديد وي.

مارشال فهيم وايي، چې په افغانستان کې د ملي اجماع له لارې بايد داسې حکومت رامنځته شي، چې ټولو ته د منلو وړ وي او د هېڅ يوه لوري د ځپلو فکر ورسره نه وي.

دى زياتوي : “که داسې ونه شول ، نو جګړه ده، که بيا جګړه راغله، نو څوک يې کنټرولى نه شي.”

فهيم زياته کړه:”داسې نه ده چې پرما ظلم وشي او زه دې ورته سر ټيټ کړم، که يو سړى پرما ظلم وکړي، وسله مې اخلم غرونو ته پورته کېږم.د افغانستان بدي په همدې کې ده، که موږ ووايو چې د افغانستان له خلکو وسلې ټولې شوې دي، دا دروغ دي. هېڅوک نشته چې د ځان د دفاع او د راتلونکې د اندېښنې لپاره وسلې ونه لري.”

دى وايي، چې ولسمشر حامد کرزي ته يې پارلماني نظام وړانديز کړى ، تر څو د حکومتي چارو ډېر مسووليت لومړى وزير پر غاړه واخلي.

هغه پر خلکو د ملي يووالي غږ وکړ او ويې ويل ، چې د ځانځانۍ له امله افغانستان له کړاوونو سره مخ شوى دى .

ده وويل ، چې نور بايد افغانان له تېرو تجربو په زده کړې يو د بل پروړاندې زغم پيدا کړي او دولت خپل مخالفين هم سولې ته داسې راوبولي،  چې د هغوى غوښتنې هم په پام کې ونيول شي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.