کابل (پژواک٢١غبرګولى٩٢): د ولسمشر لومړى مرستيال محمد قسيم فهيم وايي، نړيوال له وېرې افغان ځواکونو ته پرمختللې وسلې او الوتکې نه ورکوي، چې ګنې ددوى پر سرتېرو به بريد وکړي.
فهيم دغه څرګندونې نن په کابل کې د افغانستان د واليانو په غونډه کې وکړې.
فهيم زياته کړه: ”د هغوی اندېښنه دا ده، چې د افغانستان خلک عزتمن دي او د دوی په اصطلاح داسې خلک دي، چې مذهبي او ديني تعصب لري که داسې پياوړې وسلې د دوى په واک کې ورکړل شي، ځينې ناوړه حرکتونه چې د جګړې پر مهال رامنځته کېږي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بهرنيو او دوستو هېوادونو د ځواکونو له خوا، نن يې يو ټوپک لرونکی دا شيان نه زغمي او پر بهرني سرتېري ډزې کوي، نو الوتکه لرونکی خو يې حتماً خپل بمونه د دوى پر مرکزونو غورځوي، پر بګرام او نورو ځايونو”.
فهيم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له يوې خوا افغان دولت له نړيوالې ټولنې په وار وار غوښتنه کړې، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونه پر پرمختللو وسلو او الوتکو سمبال کړي.
نړيوالې ټولنې په دې اړه ځينې ژمنې کړې دي ، خو عملا يې تر اوسه پر مخ تللې وسلې او جنګي الوتکې د افغان ځواکونو په واک کې نه دي ورکړي.
مارشال فهيم وايي ، ترڅو چې افغانستان په خپلو پښو ونه درېږي، نړيوال هېڅکله ورته دا وسلې او الوتکې نه ورکوي.
دغه راز د يادونې ده ،چې تر اوسه د ځينو افغان سرتېرو له خوا پر بهرنيانو په بېلابېلو بريدونو کې لسګونه بهرني سرتېري وژل شوي ، چې وروستۍ پېښه يې څو ورځې وړاندې په پکتيکا کې وه.
محمدقسيم فهيم واليانو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې تل يې د واليانو د واکونو پر ډېرېدو ټينګار کړى.
د کابل والي عبدالجبار تقوا دې درې ورځنۍ غونډې ته چې نن پيل شوه ، په خپلو خبرو کې له ولسمشرۍ ماڼۍ، واليانو ته د واکونو د ډېرېدوغوښتنه وکړه.
تقوا وويل ، چې که داسې ونه شي، نو دوى نشي کولى په ښه توګه د خلکو ستونزې حل کړي.
ده زياته کړه، چې د ولايتونو قاضيان او نور لوړپوړي محلي چارواکي واليانو ته ځواب ويونکي نه دي او همداراز ډېرې پروژې پرته له دې ، چې له واليانو سره مشوره وشي، پلې کېږي.
ده همداراز وړانديز وکړ، چې د وزارتونو څلوېښت سلنه پراختيايي بوديجه چې هر کال يې ډېره برخه نه مصرفېږي، د ولايتونو په واک کې ورکړل شي، ترڅو د اړتياوو له مخې ولګول شي.
هغه د محلي ارګانونو له خپلواکې ادارې وغوښتل ، چې ددوى سپارښتنې ولسمشر ته ورسوي.
د واليانو درې ورځنى ملي کنفرانس په هېواد کې د امنيت د ټينګښت، ښې حکومتولۍ،او متوازنې پراختيا په موخه جوړ شوی دی.