Language

په ننګرهار کې نوى اسلامي پوهنتون جوړيږي

جلال اباد (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٢): د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې ډېر ژر به په ننګرهار ولايت کې د اسلامي هېوادونو په مرسته نوى اسلامي پوهنتون جوړ شي.

زاخېلوال دغه څرګندونې پرون ناوخته په جلال اباد ښار کې له ځايي خبريالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څه موده وړاندې د اسلامي هېوادونو په ګډ کنفرانس کې د افغانستان لپاره يو اسلامي پوهنتون منظور شوى و، چې وروسته د افغانستان کابينې هم په غوڅ اکثريت سره په ننګرهار کې د دغه پوهنتون جوړېدل تصويب کړ.

زاخېلوال وايي: ((دغه پوهنتون په به ننګرهار کې جوړيږي او دا د دغه ولايت لپاره يو پرمختګ دى.))

د نوموړي په وينا، د دغه پوهنتون په جوړېدو به له ٧٠ څخه تر ٨٠ ميليونو ډالرو پورې لګښت راځي چې د نړيوال اسلامي پراختيايي بانک له لوري به ورکول کېږي.

د ده په خبره، تر اوسه په ننګرهار کې د دغه پوهنتون لپاره ځاى نه دى انتخاب شوى، خو څه موده وروسته به له مرکز څخه يوه ډله راځي او په دې اړه به سروې وکړي.

د ماليې وزير زياتوي: ((دغه پوهنتون ته زر، يو نيم زر جريبه ځمکه په کار ده، او انشاءالله په ننګرهار کې به يې چارې ډېر ژر پيل شي.))

د ماليې وزير ډاکټر زاخېلوال وويل، چې د کابل-جلال اباد د دويم سړک لپاره او همداراز د جلال اباد-تورخم د سړک لپاره دولت بوديجه لري او ډېر ژر به يې کارونه چټک شي.

هغه د بهسودو پول په اړه وويل، چې د دغه پله لپاره هم بوديجه لري، نو کار يې د فوايد عامې وزارت اړوند، چې پر مخ يې بوځي.

نوموړى د حصارشاهي صنعتي پارک په اړه وايي، چې د برېښنا ستونزې دوى اندېښمن کړي وو، هيله من دي دغه ښارګوټي ته ډېر ژر سوداګر راشي او په پارک کې يې بايد فابريکې جوړې شي.

ده وويل: ((زه کوښښ کوم چې د صنعتي پارک په اړه ډېر ژر کارونه خلاص کړم.))

زاخېلوال دا هم وايي، چې د ننګرهار په پوهنتون کې دوى د شپږ ميليونه ډالرو پروژه لري چې لا يې تر اوسه کارونه نه دي پيل شوي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال ننګرهار ولايت ته د سفر پر مهال په جلال اباد ښار کې له ګڼ شمېر ځوانانو، قومي مشرانو او د پوهنتون له استادانو سره هم وليدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.