Language

امنيتي پېښو کې د اردو اته سرتېري او څلور عام وګړي وژل شوي

ترينکوټ (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): د هېواد په ځينو ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال د ملي اردو اته سرتېري او څلور عام وګړي وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار لس بجې د سنګين ولسوالۍ په بازار کې موټرسايکل بم ته د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوه.

هغه زياته کړه، چې د چاودنې موخه د ملي اردو سرتېري وو، خو په سيمه کې د ګڼې ګوڼې له امله ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواک وايي، چې په دې چاودنه کې يو د اردو سرتېرى او يو عام وګړى وژل شوي، درې عام وګړي او درې د اردو سرتېري ټپي ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.

بلخواد ملي دفاع وزارت وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ملي اردو اوه سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د دغه وزارت له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.

دغه راز سرچينې زياته کړې، چې په کندهار کې د چاودنو له امله دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي، همدارنګه په ميدان وردګو ولايت کې هم يو د اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.

بلخوا په اروزګان ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موتر د ماين د چاودنې له امله شپږو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي وياند عبدالله همت وايي، چې دا چاودنه پرون تر غرمې وروسته د ګېزاب ولسوالۍ د اوسېدونکو پر يوه موټر شوې ده.

هغه زياتوي، چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي چې په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.